پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو د دوام او په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له امله، نن (پنجشنبه، د میزان ۳۰مه) د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې.
د شمالي سمندر د برنټ خام تېلو بیه ۲.۳ سلنه لوړه شوې او یو بېرل یې ۱۱۱.۳۳ ډالرو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه ۲.۲ سلنه لوړه شوې او یو بېرل یې ۹۹.۲۷ ډالرو ته رسېدلی دی.
د یمن حوثیانو د سعودي ارامکو شرکت پر یوه نفتپاڼه او د دمام ښار پر ملک فهد نړیوال هوايي ډګر بریدونه کړي دي.
امریکا هم په سعودي عربستان کې د خپل سفارت غیرضروري کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې دغه هېواد پرېږدي. دا پرېکړه پر سعودي عربستان د حوثیانو د پرلهپسې او مرګونو بریدونو له امله شوې ده.
په عین حال کې، د وال سټریټ د سترو شرکتونو د بېلابېلو مالي راپورونو له خپرېدو وروسته، د اسیا د ونډو بازارونو یو ځل بیا نزولي بهیر پیل کړی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا له برخې سره تړلي شرکتونه د جون په میاشت کې د تاریخي ریکارډونو له ثبتولو راهیسې لا هم له سختو بیو بدلونونو سره مخ دي.
د برېښنايي موټرو جوړوونکي شرکت ټېسلا د جولای څخه تر سپټمبر پورې په درېمیاشتنۍ موده کې د خپلې ګټې د کمېدو خبر ورکړی او د روان کال لپاره یې د پانګیزو لګښتونو اټکل هم راټیټ کړی دی.
برعکس، مېټا شرکت، چې د فېسبوک مورنی شرکت دی، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د خپلو اټکلي لګښتونو اندازه لوړه کړې ده.
دغه راپورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې پانګهوال د مصنوعي ځیرکتیا د ودې او اقتصادي غوړېدا د راتلونکي په اړه اټکلونه کوي.
شنونکي وايي، بازارونه په دواړو حالتونو کې اغېزمنېږي؛ یعنې هم هغه مهال چې شرکتونه خپل لګښتونه زیاتوي او هم هغه مهال چې خپل لګښتونه کموي.
