په امریکا کې یوې محکمې مېټا شرکت د ۲۵ میلیارد ډالرو جریمې ورکړې ته محکوم کړی

د امریکا د نیومکسیکو ایالت یوه قاضي د مېټا شرکت، چې د فېسبوک، انسټاګرام او واټس‌اپ مالک دی، د ۲۵ میلیارد ډالرو جریمې ورکړې ته محکوم کړی دی. دا جریمه د امریکا په تاریخ کې له تر ټولو لویو مالي مجازاتو څخه ګڼل کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه حکم وروسته له هغه صادر شو چې منصفه پلاوي دې پایلې ته ورسېد چې مېټا شرکت د کاروونکو د محرمیت او د هغوی د شخصي معلوماتو د خوندیتوب په اړه کاروونکي تېرباسلي دي.

دا قضیه د بریتانیا د سیاسي مشورتي شرکت «کمبریج انالیتیکا» له‌خوا د میلیونونو فېسبوک کاروونکو معلوماتو ته، د هغوی له رضایت پرته، د لاسرسي په اړه ده.

د نیومکسیکو لوی څارنوال په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغه د مېټا پر ضد دعوه ثبت کړه چې څرګنده شوه کمبریج انالیتیکا د یوه درېیم لوري اړوند اپلېکېشن له لارې د فېسبوک د شاوخوا ۸۷ میلیون کاروونکو شخصي معلومات راټول کړي وو.

دغه ایالت مېټا تورنه کړه چې د هغو کسانو په اړه یې کاروونکو ته دروغ ویلي چې په نیومکسیکو کې یې د فېسبوک کاروونکو معلوماتو ته لاسرسی درلود. همدارنګه، شرکت تورن شو چې په دې پلاتفورم کې یې د کرکې پاروونکو څرګندونو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو پر وړاندې د خپل چلند په اړه هم کاروونکي غولولي دي.

په دعوه کې ادعا شوې وه چې مېټا پوهېده درېیمو لورو د کاروونکو معلوماتو ته پراخ لاسرسی درلود. همدارنګه، کله چې د کرکې پاروونکو څرګندونو یا نورو زیان‌رسوونکو محتواوو خپرېدل د شرکت په مالي ګټه تمامېدل، نو شرکت به یې پر وړاندې زغم کاوه.

کمبریج انالیتیکا، چې اوس منحل شوی شرکت دی، له دغو معلوماتو څخه د رایه ورکوونکو د پېژندپاڼو او شخصي پروفایلونو د جوړولو او پر هغوی د هدفمندو تبلیغاتو لپاره کار اخیست.

د دې قضیې قاضي، فرانسیس متیو، په خپل حکم کې لیکلي دي: «د فېسبوک سرغړونې چې کلونه یې دوام درلود او په منظم ډول خلکو ته څرګندېدې، د دې شرکت د سوداګریزو کړنلارو له اساسي برخې سره تړاو لري.» دغه حکم د منصفه پلاوي د پرېکړې تر اعلان څه باندې درې اوونۍ وروسته صادر شو.

متیو د ایالتي قوانینو په استناد وویل چې له ۲۱۹ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتې جریمې لګول هم توجیه کېدای شي؛ خو په پای کې یې د جریمې اندازه ۲۵ میلیاردو ډالرو ته راکمه کړه.

د مېټا د حقوقي چارو مشر، سي. جي. ماهوني، په یوه اعلامیه کې ویلي چې شرکت ډاډه دی د استیناف په پړاو کې به بریالی شي.

ماهوني وویل: «دا حکم او د لوی څارنوال له‌خوا د قانون د پلي کولو تګلاره په نیومکسیکو ایالت کې سوداګري نږدې ناممکنه کوي. په اصل کې، دا دعوه د بیان پر ازادۍ د مالیې لګولو په لټه کې ده، څو د هغو نویو مقرراتو د پلي کولو زمینه برابره کړي چې ټاکي خلک په انلاین فضا کې څه ویلای شي.»

د نیومکسیکو لوی څارنوال، رائول تورېز، د حکم له صادرېدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې دا جریمه د امریکا په تاریخ کې د یوه شرکت پر وړاندې له تر ټولو لویو مالي مجازاتو څخه ده.

هغه د چهارشنبې په ورځ د البوکرکي ښار په یوه خبري غونډه کې وویل: «ډېر وخت یې ونیو چې د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه د خپلو کړنو په اړه ځواب ویونکي شي. زما په اند، د نن ورځې حکم له تېر وضعیت سره یو څرګند پرېکون دی او د دې برخې فعالانو او تر هغوی ورهاخوا نورو ته یو روښانه خبرداری دی چې موږ د خپلو خلکو او مصرفوونکو د ساتنې اراده لرو.»

مېټا تر دې مخکې هم په ۲۰۱۹ کال کې د کمبریج انالیتیکا د رسوایۍ له امله د امریکا د فدرالي سوداګرۍ کمېسیون له‌خوا د پنځو میلیاردو ډالرو له جریمې سره مخ شوې وه.

د امریکا شپږو نورو ایالتونو هم د کمبریج انالیتیکا د قضیې په تړاو خپلې دعوې د مېټا له‌خوا د ټولټال ۴۵۹.۲ میلیون ډالرو په ورکړې حل کړې وې.

دا هوکړه د څو ایالتونو د یوې پراخې هوکړې برخه وه چې ارزښت یې ۱۷.۱ میلیارد ډالرو ته رسېده. مېټا دغه هوکړه د اګست په میاشت کې د هغو ادعاوو د حل لپاره کړې وه چې ویل یې د دې شرکت پلاتفورمونه د تنکیو ځوانانو رواني روغتیا ته زیان رسوي.

دا نوی حکم په داسې حال کې صادر شوی چې مېټا د تنکیو ځوانانو پر رواني روغتیا د انسټاګرام او فېسبوک د اغېزو په اړه له زرګونو قضايي دعوو او د قانون جوړوونکو له فشارونو سره مخ ده. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ په همدې تړاو یوه بله محاکمه هم پیل شي.

نیومکسیکو د روان کال په لومړیو کې هم په دوو جلا قضیو کې د مېټا پر وړاندې ټولټال ۹۴۲ میلیون ډالر ترلاسه کړي وو.

دغه قضیې له هغو ادعاوو سره تړاو درلود چې له مخې یې مېټا د انسټاګرام او فېسبوک له لارې د ځوانانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې وه او مصرفوونکي یې د دغو پلاتفورمونو د خوندیتوب په اړه غولولي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته