د اروپا او منځني ختیځ د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې په یوه غونډه کې د ایران د جګړې د پراخېدو د مخنیوي، د ډیپلوماسۍ له لارې د کړکېچ د حل او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ د تأمین پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دغه غونډه نن د جمعې په ورځ (د لړم په لومړۍ نېټه) د ترکیې، پاکستان، سعودي عربستان، مصر، بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون پیل شوه او وروسته د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هم ورسره یوځای شو.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، د غونډې ګډونوالو د ایران د جګړې، پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو، د سمندري لارو د امنیت او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، د غونډې په څنډه کې ویلي: «موږ ټول په دې موافق یو چې پر ایران نوي بریدونه به جګړه په سیمه کې پراخه کړي.»
هغه زیاته کړې: «په ایران کې پوځي مداخله هېڅکله د ستونزې حل نه دی او دا مهال هېڅوک د داسې اقدام ملاتړ نه کوي.»
فیدان ټینګار کړی چې ډیپلوماسي او خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوېل بارو، هم د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د بیا زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
هغه ویلي، دا جګړه «له بایلونکو پرته بل څه نه پرېږدي» او د تېلو او انرژۍ پر بیو به جدي اغېزې ولري.
نوموړي زیاته کړې چې د اتو هېوادونو دغه ډله به له دواړو خواوو د زغم او له پاروونکو اقداماتو څخه د ډډې کولو غوښتنه وکړي؛ ځکه سیمه د جګړې د بیا پراخېدو د زغملو توان نه لري.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو تاجاني، هم ویلي چې د ډیپلوماټیکو هڅو موخه باید د کړکېچ کمول او د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ تضمینول وي.
هغه د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د خبرو اترو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي: «زما په اند، دا ستونزه یوازې د پوځي لارې نه شي حل کېدای.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادهفول، تر غونډې مخکې ویلي: «موږ اته هېوادونه په ګډه دریځ نیسو؛ موږ دا نه منو چې ایران او د حوثیانو وسلهوالې ډلې دې نړیوال تجارت، د نړۍ د انرژۍ او کیمیاوي سرې اکمالات یرغمل کړي.»
هغه د سمندري تګ راتګ او ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، اېډ میلیبند، دفتر هم تر غونډې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه د «هرمز تنګي د کړکېچ لپاره د ډیپلوماټیک حل» ملاتړ کوي؛ داسې حل چې د بېړیو د تګ راتګ حقونه او بشپړه ازادي بېرته تأمین کړي.
د هغه دفتر خبرداری ورکړی چې د دې اوبو له لارې د بېړیو تګ راتګ لا هم د جګړې تر مخکینۍ کچې ډېر ټیټ دی.
بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورو سیمهییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جلا غونډې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې محمد اسحاقدار، بدر عبدالعاطي او فیصل بن فرحان، له هاکان فیدان سره یوځای، د سیمې د تحولاتو او امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو څلورو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمهییزې همغږۍ پر پیاوړتیا او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار کړی دی.
