اسرائیل په لوېدیځه غاړه کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې «هدفمند عملیات» پیل کړي دي. د دغه هېواد لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، هم د یوه پوځي پلان خبر ورکړی چې د ده په وینا، له ۱۹۶۷ کال راهیسې، یعنې د شپږ ورځنۍ جګړې له وخته، بېساری دی.
د اسرائیلو پوځ نن د شنبې په سهار (د لړم په ۲مه) پر خپله ایکسپاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د لوېدیځې غاړې د الخلیل په سیمه کې ترسره کېږي.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې په دغو عملیاتو کې «سرتېرو د شکمنو کسانو د پوښتنو ګروېږنو ترڅنګ، په ټوله سیمه کې دقیقې پلټنې پیل کړې دي، څو د ترهګرو اړوند زیربناوې او وسلې ومومي او له منځه یې یوسي».
په اعلامیه کې راغلي: «د هغو سیمو اوسېدونکي چې ځواکونه پکې عملیات ترسره کوي، د پوښتنو ګروېږنو او امنیتي ارزونې وروسته، کولای شي د وتلو له درېیو ټاکل شویو لارو څخه سیمه پرېږدي. هغه کسان چې د امنیتي ارزونې پر مهال شک پرې پیدا شي، د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره به امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.»
په همدې حال کې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې په لوېدیځه غاړه کې یې د یوه «ډېر پراخ او بېساري» پوځي عملیاتو پلان څېړلی دی.
نتانیاهو پرون په لوېدیځه غاړه کې د ډزو د پېښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د پلان شوو پوځي عملیاتو په څېر اقدام له ۱۹۶۷ کال راهیسې نه دی ترسره شوی.
هغه ویلي: «ما او د دفاع وزیر د یهودا او سامره (لوېدیځې غاړې) په سیمه کې د اسرائیلو د پوځ د یوه ډېر پراخ عملیاتو پلان څېړلی دی؛ داسې عملیات چې د شپږ ورځنۍ جګړې له وخته تر اوسه نه دي ترسره شوي.»
اسرائیلو د ۱۹۶۷ کال د جون په شپږ ورځنۍ جګړه کې په یوه مخکېني برید سره د مصر او د هغو د متحدینو هوايي ځواکونه مات کړل او تر خپل کنټرول لاندې یې سیمې پراخې کړې.
نتانیاهو ویلي چې د دغو عملیاتو د ترسره کېدو وخت به دی ټاکي: «پوځ د دې عملیاتو د ترسره کولو لپاره چمتو دی او موږ به یې وخت وټاکو، خو دا عملیات په لاره دي.»
نتانیاهو د دغو عملیاتو لومړی پړاو د «اوسېدونکو بېځایه کول، د کورونو تلاشي او د ترهګرو د زیربناوو ویجاړول» بللي دي.
اسرائیل وايي چې پرون دوو فلسطیني بریدګرو د لوېدیځې غاړې د الخلیل ښار ته نږدې د دغه هېواد پر یوه پوځي مرکز ډزې وکړې. د اسرائیلو په وینا، نښته شاوخوا ۲۰ دقیقې روانه وه او د بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.
د اسرائیلو پوځ د خپلو دوو سرتېرو وژل کېدل او د درېیو نورو اسرائیلیانو ټپي کېدل تأیید کړي دي.
حماس د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی، خو هغه یې «اتلولۍ عملیات» بللي او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې نور بریدونه هم ترسره کړي.
