د یوناما مشرې د افغانستان خلکو ته په خپل لومړي پیغام کې: ستاسو وړتیاوې او هیلې تر شته ستونزو ډېرې لویې دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې، رباب فاطمې، له کابله په خپل لومړي رسمي پیغام کې ویلي چې د افغانستان د خلکو وړتیاوې او هیلې د دغه هېواد له شته ستونزو څخه ډېرې لویې دي.

د یوناما مشره، چې تېره اوونۍ کابل ته رسېدلې، نن د شنبې په ورځ (د لړم په ۲مه) د ملګرو ملتونو د ورځې او د دغه سازمان د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت یو ویډیويي پیغام خپور کړ.

رباب فاطمې په خپل پیغام کې ویلي: «د افغانستان پر وړاندې پرتې ستونزې د پام وړ دي؛ خو د دغه هېواد د خلکو استعدادونه، هیلې او وړتیاوې تر هغو هم ډېرې لویې دي.»

هغې زیاته کړې چې ملګري ملتونه لا هم د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي او د انساني کرامت د ساتنې، د غوره فرصتونو د برابرولو او د افغانستان د ټولو وګړو د ژوند د ښه کولو لپاره هڅې کوي.

رباب فاطمې ویلي چې په افغانستان کې یې خپل مسؤلیتونه د دغه هېواد خلکو او کلتور ته په ژور درناوي منلي دي او ژمنه یې کړې چې د خلکو خبرو ته به غوږ نیسي او له هغوی سره به تعامل کوي.

د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به د یوه «ژمن ملګري» په توګه پاتې شي، څو د افغانستان خلک وکولای شي خپل راتلونکی په خپله وټاکي.

افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې، د ملګرو ملتونو له جوړېدو یو کال وروسته، د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، هم د دغه سازمان د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې نړۍ نن تر بل هر وخت ډېر ملګرو ملتونو ته اړتیا لري.

هغه د ملګرو ملتونو پر بنسټیزو اصولو په ټینګار سره ویلي چې د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید هېوادونه د وېش پر ځای خبرې اترې، د تقابل پر ځای همکاري او د وېرې پر ځای پیوستون غوره او پیاوړی کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته