صدیقالله خالد، د افغانستان بانک مرستیال، وايي چې د روان لمریز کال تر پایه به د خلکو پر بانکي حسابونو لګېدلي ټول محدودیتونه لرې شي.
خالد د یکشنبې په ورځ (د لړم ۳مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، په بانکونو کې د خلکو د سپماوو کچه لوړه شوې او په روان کال کې پنځه میلیارده افغانۍ زیاتوالی پکې راغلی دی.
هغه زیاته کړه، د بانکونو د پېرېدونکو له حسابونو څخه د پیسو ایستلو محدودیتونه به د روان کال تر پایه په بشپړ ډول لرې شي.
د افغانستان بانک مرستیال وویل، دغه بانک پلان لري چې په ټول هېواد کې په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او د بېلابېلو ښارونو د پېر او پلور په مرکزونو کې خپل بانکي او مالي خدمتونه پراخ کړي.
هغه د «اسلامي بانکدارۍ» د پراختیا خبر هم ورکړ او ویې ویل، د هېواد شپږو سوداګریزو بانکونو د اسلامي بانکدارۍ شرایط بشپړ کړي او ټاکل شوې چې ډېر ژر دغو بانکونو ته د اسلامي بانکدارۍ د بشپړ فعالیت جوازونه ووېشل شي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، له دولتي او خصوصي بانکونو څخه د پیسو پر ایستلو سخت محدودیتونه ولګول. په پیل کې هر پېرېدونکي یوازې دا حق درلود چې په هره اوونۍ کې له خپل حساب څخه ۲۰۰ ډالره یا ۲۰ زره افغانۍ وباسي.
له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو د محدودیتونو د لګولو له اصلي لاملونو څخه په بانکونو کې د نغدو پیسو کمښت بلل کېده. دغه اندازه په تدریجي ډول او په څو پړاوونو کې لوړه شوه او اوس له انفرادي حسابونو څخه د پیسو ایستلو میاشتنی حد ۵۰۰ زره افغانۍ او له ډالري حسابونو څخه ۱۵ زره ډالره دی.
