د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، تهران ته د قطري منځګړو د یوه پلاوي سفر تایید کړی او ویلي یې دي: «دا سفر د هغو خبرو اترو په دوام کې دی چې موږ له سیمهییزو هېوادونو سره لرلې دي؛ هم د دوهاړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د همکاریو په برخه کې او هم د منځګړي په توګه د قطر د رول د ترسره کولو په تړاو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: «دا کومه غیرمعمولي خبره نه ده چې په داسې شرایطو کې چې زموږ سیمه له کړکېچ سره مخ ده، سیمهییز هېوادونه هڅه وکړي یو بل ته پیغامونه ولېږدوي او که کوم وړاندیزونه او نوښتونه لري، هغه مطرح کړي.»
هغه زیاته کړه: «دا سفر هم له هغو سفرونو څخه و چې په تېرو څلورو اوونیو کې ترسره شول او قطر هڅه وکړه چې په دې تړاو خپل دریځونه او نظرونه مطرح کړي. دغه سفر هم دوهاړخیزه بڼه لرله او هم پکې د منځګړیتوب اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.»
الجزیرې پرون راپور ورکړی و چې قطري منځګړي له امریکې سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللي دي.
یوه ایراني چارواکي الجزیرې ته ویلي وو چې د دغه پلاوي سفر د کړکېچ د زیاتېدو پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د تبادلې د معمول بهیر یوه برخه ده.
هغه زیاته کړې وه: «د ډیپلوماټیک حل پر وړاندې اصلي خنډ منځګړیتوب نه دی، بلکې د ایران د مشروع غوښتنو منلو ته د امریکا متحده ایالاتو نه چمتووالی او د دغه هېواد له لوري د خپلو ژمنو پرلهپسې نقضول دي.»
له ایران او امریکا ترمنځ د ګواښونو د زیاتېدو او د بیا جګړې د پیل د احتمال هممهاله، قطري او پاکستاني منځګړو هم خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ او وسلهوالو ځواکونو قوماندان او د ایران او امریکا ترمنځ له اصلي منځګړو څخه یو، عاصم منیر، تهران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سره یې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې.
