د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځ او وسلهوالو ځواکونو قوماندان عاصم منیر په یوه رسمي سفر تهران ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې د دغه سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ قوماندان، د سعودي عربستان د دفاع وزیر او د ترکیې د استخباراتو او امنیتي ادارې مشر نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په تهران کې له ایراني چارواکو سره وګوري او خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، ویلي چې د ایراني چارواکو او د «مکې تړون» د غړو ترمنځ غونډه، تهران ته د عاصم منیر د تېرې اوونۍ د سفر پر مهال د هغه په نوښت او وړاندیز ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې چې دا لومړۍ لیدنه ده او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د دغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي به هم پکې ګډون وکړي. د هغه په وینا، په دې غونډه کې به د بېلابېلو موضوعاتو په اړه، په ګډون له امریکا سره د ایران د پوځي تقابل، خبرې وشي.
دا له یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې تهران ته د پاکستان د پوځ د قوماندان دویم سفر دی. هغه د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ هم تهران ته تللی و او له ایراني چارواکو سره یې له امریکا سره د خبرو اترو په اړه بحث کړی و.
