اسلام‌اباد: په پاکستان کې بریدونه د افغانستان د طالبانو په فعال ملاتړ او اسانتیا برابرولو ترسره کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه پاکستاني وسله‌وال چې په افغانستان کې مېشت دي، خپل بریدونه «د طالبانو د رژیم تر څارنې لاندې او د هغه په فعال ملاتړ او اسانتیا برابرولو» پلانوي.

دغه وزارت نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې زرګونه پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي دي او پاکستان نه شي کولای د خپلو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پرله‌پسې په نښه کېدو ته بې‌پروا پاتې شي.

اسلام‌اباد پر افغانستان هوايي بریدونه د «ترهګریزو بریدونو» په ځواب کې او د مشروع دفاع د حق د کارولو په چوکاټ کې بللي دي.

دا اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغو څرګندونو ته په غبرګون کې خپره شوې، چې نوموړي له یوه امریکايي رسنۍ سره کړې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې تر زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. ملګرو ملتونو هم د پاکستان په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله تأیید کړې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ادعاوې بې‌اساسه او له شواهدو پرته بللې دي. دغه وزارت ویلي: «ناسم معلومات او ګمراه کوونکې روایتونه نه په افغانستان کې د فعالو ترهګریزو شبکو ګواښ پټولای شي او نه هم د افغانستان د طالبانو رژیم له دې مسؤلیت څخه معاف کولای شي، چې د افغانستان د خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د کارېدو مخه ونیسي.»

دغه وزارت زیاته کړې، چې د پاکستان بریدونه پر افغانستان «د اړتیا د اصولو له مخې او د وروستي انتخاب په توګه ترسره شوي او یوازې او یوازې ترهګریزې ډلې او د هغوی لوژستیکي ملاتړځایونه یې په نښه کړي دي».

د پاکستان په اعلامیه کې راغلي: «د پاکستان ځواب د ګواښ له کچې سره متناسب و او په عین حال کې د هدفونو د تفکیک او احتیاطي اقداماتو اصول په دقیقه توګه مراعات شوي دي. د دغو اقداماتو پراخوالی او کچه د پاکستان زغم څرګندوي؛ په ځانګړي ډول د هغو ترهګریزو بریدونو شدت او تکرار ته په پام سره، چې دغه هېواد ورسره مخ دی. پاکستان د دې خلاف هر ډول ادعا ردوي.»

پاکستان په عین حال کې ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له افغانستان څخه تنظیم شویو بریدونو په پاکستان کې د څه باندې ۳۵۰۰ کسانو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې طالبان لا هم ګڼو ترهګریزو سازمانونو ته پناه ورکوي او هغوی له مجازاتو پرته فعالیت کوي. د دغو ډلو په منځ کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د هغوی اړوندې ډلې شاملې دي.

د اسلام‌اباد په وینا، دغه ډلې لا هم په سیمه او له هغې هاخوا د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو او نورو تړلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې د طالبانو رژیم د پاتې راتلو له امله ځواب‌ویونکی وګرځوي. د دغو ژمنو موخه د افغانستان د خاورې د ترهګریزو بریدونو د پیل لپاره د اډې په توګه د کارېدو مخنیوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه هېواد «د خپلې خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او د پاکستاني وګړو د خوندیتوب لپاره د ټولو اړینو اقداماتو د ترسره کولو حق له ځان سره خوندي ساتي».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ، چې پخواني متحدین دي، اختلاف د پاکستان د ناامنۍ او د پاکستاني ډلو، په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي، د فعالیتونو پر سر دی.

پاکستان وايي، دغه ډلې په افغانستان کې حضور لري او د دغه هېواد له خاورې خپل بریدونه پلانوي. اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د پاکستاني وسله‌والو ډلو پر ضد اقدام وکړي؛ خو طالبان په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو شتون ردوي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسئله بولي.

د پاکستان پوځ څو ځله پر هغو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې د دوی په وینا، په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پناه‌ځایونه دي. خو طالبان او ملګري ملتونه وايي، چې د دغو بریدونو قربانیان ملکي وګړي دي.

طالبان د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کوي. د تېر کال راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځله نښتې شوې دي.

د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان پولې تړل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ځنډول شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته