د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، که د امریکا او ایران ترمنځ متقابل ګواښونه او لفظي ناندرۍ دوام وکړي، ښايي په سیمه کې وضعیت له کنټروله ووځي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي چې نن (دوشنبه، ۴ عقرب) د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی، له امریکا او ایران څخه یې د زغم غوښتنه کړې ده.
هغه خبرداری ورکړی: «که هغه ګواښونه او لفظي ناندرۍ چې اوس یې شاهدان یو، د متقابل او پراخ تاوتریخوالي لامل شي، ښايي په سیمه کې وضعیت له کنټروله ووځي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د ایران پر وړاندې د بریدونو د یوې نوې څپې د احتمال په اړه خبرې کړې دي. ایراني چارواکو هم ویلي، چې د خپل هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول تېري ته به له تصور څخه بهر ځواب ورکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي قاهرې ته د خپل سفر پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو لپاره د شرایطو په برابرولو کې د مصر د منځګړیتوب رول ستایلی دی.
هغه د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار کړی، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د بېړیو د تګ راتګ حق او ازادي باید د هرمز تنګي، بابالمندب تنګي او د دغو تنګیو په شاوخوا سیمو کې په بشپړ ډول بېرته تأمین شي.
ایران له امریکا او اسرائیل سره د جګړې له پیل راهیسې د هرمز تنګی تړلی دی؛ خو امریکايي چارواکي اوس ادعا کوي، چې دغه سمندري لاره د سوداګریزو بېړیو پر مخ خلاصه ده.
سربېره پر دې، په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ترمنځ نښتو د بابالمندب تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
د هرمز تنګي تړل کېدو، چې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنه تېلو د لېږد مهمه لار ده، د نړۍ په کچه د تېلو بیې په څرګند ډول لوړې کړې او د انرژۍ د بحران په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
