د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د حکومت هغه وړاندیز څېړي چې له مخې یې یو شمېر افغان وګړي د امریکا له خاورې پاکستان ته ولېږدول شي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د لسګونو افغان وګړو د لېږدولو پلان وځنډاوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن (جمعه، د لړم ۱۵مه) په خپلې اوونیزې خبري غونډه کې وویل: «دا موضوع دا مهال تر څېړنې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه یې د ښکېلو لورو په سلا او مشوره په دقت سره ارزول کېږي.»
هغه د لسګونو افغان وګړو د ایستلو په اړه د راپورونو په ځواب کې زیاته کړه: «هیله لرو داسې حللاره وموندل شي چې د دواړو لورو د موافقې وړ وي.»
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سېشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیوله.
امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې له ۱۵۰ ډېر افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. ویل کېږي، دا اقدام د کډوالۍ د محدودولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د حکومت د وروستیو سختو سیاستونو یوه برخه ده.
د «افغان ایواک» (AfghanEvac) په نوم د یوې ادارې د راپور له مخې، چې د امریکا له پخوانیو متحدینو ملاتړ کوي، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې د کابل تر سقوط مخکې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
د پاکستان حکومت د روان میلادي کال په لومړیو کې خپلو امنیتي ځواکونو ته امر کړی و، چې په ټول پاکستان کې بېویزې افغان وګړي ونیسي.
دا اقدام د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو د پالیسۍ یوه برخه ده؛ هغه پالیسي چې له مخې یې تر اوسه د افغانستان میلیونونه وګړي، چې د څو لسیزو جګړو له امله له خپل هېواده تښتېدلي وو، بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو چارواکو د دوشنبې په ورځ د افغان وګړو د ایستلو لپاره د امریکا د پلانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې افغان کډوال پاکستان ته ونه لېږدوي، بلکې د یوه سنجول شوي او مسؤولانه چلند له لارې دې په مستقیم ډول له دې ډلې سره هوکړې ته ورسېږي.
