
په هلمند ولایت کې د طالبانو سیمهییز مسوولین وايي، د پنجشنبې په ماښام نږدې ۶:۳۰ بجې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د دویمې ټولۍ اړوند سیمه کې، یوه عراده سکواټر ته د تېلو اچولو پر مهال اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې ۹ کسان سوځېدلي دي.
د هلمند د ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې اورلګېدنې له امله ۵ تنه لویان او ۴ ماشومان سوځېدلي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې ټپیان د طالبانو له خوا د لښکرګاه ښار ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دوی وايي، اورلګېدنه د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
یوه سرچینه وايي، یو شمېر ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه و، د درملنې لپاره هرات ولایت ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې دي.
