د یمن حوثيانو ویلي، چې د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې د تعز ولایت پر یوه بازار برید شوی، چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي دي. خو د یمن حکومتي چارواکو حوثیان تورن کړي، چې پر دغه بازار یې توغندیز برید کړی دی
حوثيانو ویلي، چې د جمعې په ورځ د تعز ولایت په الوزیه سیمه کې، چې د دوی تر کنټرول لاندې ده، پر یوه بازار څو هوايي بریدونه شوي دي.
د حوثیانو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویاند انیس الاصبحي، چې څرګندونې یې د دغه ډلې اړوند سبا خبري اژانس خپرې کړې، ویلي: «د سعودي د دښمن الوتکو په څو بریدونو کې د الوزیه ښار بازار په نښه کړ.»
د حوثیانو د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو بریدونو کې ۳۰ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ژغورنې ډلې د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د جسدونو په لټه کې دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې دغه بریدونه د یوې هغې الوتکې له لوري شوي، چې د جمعې په ورځ د سعودي عربستان له خمیس مشیط پوځي اډې څخه پورته شوې وه.
خو د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن حکومتي ځواکونو حوثیان تورن کړي، چې پر دغه بازار یې بالستیک توغندی توغولی او دا یې «جنګي جنایت» بللی دی.
د تعز ولایت سیمهییزو حکومتي چارواکو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پېښې لامل د حوثیانو له لوري د توغندي بېهدفه توغول دي او د هر ډول هوايي برید ترسره کېدل یې رد کړي دي.
یمن له څو کلونو نسبي ارامۍ وروسته، د جولای په میاشت کې یو ځل بیا د ایران په ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان په ملاتړ د حکومت ترمنځ د جګړې ډګر ګرځېدلی دی؛ هغه پېښه چې د منځني ختیځ په شخړو کې یې نوې جبهه پرانیسته.
له هغه وخت راهیسې سعودي عربستان په منظم ډول د حوثیانو مورچې بمبار کړې دي او دغې ډلې هم د تېلو بډایه هېواد پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د مسلمانانو پر سپېڅلي ښار مکې مکرمې په سیمه کې یې یوه بېپیلوټه الوتکه (ډرون) شنډه کړې ده؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ډرون له کوم ځایه راغلی و.
حوثیانو د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو، د تېلو پر تاسیساتو او پوځي مرکزونو د ګڼو بریدونو مسؤولیت منلی دی؛ خو په معمول ډول د مسلمانانو پر سپېڅلو ښارونو د بریدونو ترسره کول ردوي.
دغه ائتلاف د پنجشنبې په ورځ هم خبر ورکړی و، چې د مدینې منورې په شاوخوا کې یې د حوثیانو یو توغندی شنډ کړی دی؛ خو حوثیانو دغه ادعا «تور» بللی او رد کړې یې ده.
