د ډونالډ ټرمپ استازو، سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر، په ابوظبۍ کې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو له دوو ورځو وروسته، له ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زلنسکي سره لیدلي دي.
جېرډ کوشنر نن (جمعه، د لړم ۲۲مه) پر خپله ایکسپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو سفرونو موخه د سولې د بهیر بیا راژوندي کول او په راتلونکو مذاکراتو کې د اروپا د ګډون لپاره د زمینې برابرول دي.
د ټرمپ دغو دوو استازو د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کرملین په ماڼۍ کې شاوخوا دوه ساعته لیدنه وکړه. وروسته ایرلنډ ته ولاړل او د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره یې تر یوه ساعت زیاتې خبرې وکړې.
دا لیدنې په ابوظبۍ کې د نومبر د ۱۰مې او ۱۱مې نېټې له مذاکراتو وروسته ترسره شوې دي. د ابوظبۍ مذاکرات په تېرو نهو میاشتو کې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین د پلاوو ترمنځ لومړنۍ مستقیمې خبرې وې.
وېټکاف له پوتین سره تر لیدنې وروسته وویل، چې د روسیې ولسمشر په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې د اروپايي استازو له ګډون سره موافقه کړې ده.
کوشنر هم ویلي، چې واشنګټن د اروپا په دریځ کې بدلون لیدلی او د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره د اروپايي هېوادونو ګډون اړین بولي.
پوتین له ټرمپ سره د ځانګړو استازو په لیدنه کې ویلي، چې روسیه هېڅکله له اروپا سره د خبرو مخالفه نه ده، خو خبرداری یې ورکړی چې د سولې له هوکړې وروسته په اوکراین کې د اروپايي هېوادونو د پوځي ځواکونو ځای پر ځای کول د مسکو له نظره «امنیتي ګواښ» ګڼل کېږي او ښايي جګړه یو ځل بیا پیل کړي.
په هغې ویډیو کې چې جېرډ کوشنر خپره کړې، زلنسکي د سولې په مذاکراتو کې د اروپا له مستقیم ګډون څخه هرکلی کوي.
هغه چې د یوه سفر په ترڅ کې ډوبلین ته تللی، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید د خبرو اترو پر مېز حضور ولري، نه دا چې یوازې په جلا توګه ورسره مشورې وشي.
زلنسکي همداراز غوښتنه کړې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې دې د «اوربند» او «د کړکېچ د کمولو» موضوعات شامل شي.
جېرډ کوشنر دا هم تایید کړې، چې مسکو او کییف په ابوظبۍ کې د مذاکراتو پر مهال د جګړې د بندیانو د یوې لویې تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
د دې هوکړې عملي کېدل ښايي د دواړو لورو زرګونه سرتېري بېرته خپلو کورنیو ته ستانه کړي. کوشنر دغه تبادله د «جګړې د بندیانو تر ټولو لویه تبادله» بللې ده.
خو د اشغال شویو سیمو پر سر اختلاف، په ناټو کې د اوکراین غړیتوب، د دغه هېواد د پوځي وړتیاوو محدودول او له جګړې وروسته امنیتي تضمینونه لا هم نه دي حل شوي.
ټاکل شوې چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو، چې نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې، د اروپايي هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي او په ترڅ کې به یې د ځمکنیو اختلافاتو او د اروپا د امنیتي ترتیباتو په اړه خبرې وشي.
