د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی چې د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې د مایع ګازو یوې لېږدوونکې بېړۍ چاودنه کړې ده.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک عامه اړیکو دفتر نن (جمعه، د لړم ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بېړۍ له سمندري ماین سره د ټکر له امله چاودلې ده.
د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي، چې یوې بېړۍ له پرلهپسې خبرداریو سره سره د هرمز تنګي له یوې غیرمجازې او خطرناکې جنوبي لارې د تېرېدو هڅه وکړه، خو له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته پرې زوروره چاودنه وشوه.
د ایران سپاه پاسداران د دې پېښې یوه ویډیو هم خپره کړې ده. په ویډیو کې لیدل کېږي چې یوه بېړۍ اور اخیستی او له عرشې څخه یې د لوګي او اور ستره لمبه پورته کېږي.
تر اوسه د دې بېړۍ د مالکیت او مقصد په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
متحده ایالات وايي، چې د ایران له خوا د هرمز تنګي په اوبو کې ځای پر ځای شوي سمندري ماینونه پاک شوي او د دې هېواد هغه وړتیاوې له منځه وړل شوې دي چې د دغه سمندري مسیر د ناامنه کولو لپاره یې کارول.
خو د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو پر مهال د تېلو ټانکرونه او نورې سوداګریزې بېړۍ لا هم د سمندري ماینونو له امله له چاودنو سره مخ کېږي او یا د ایران د بېپیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راځي.
دغو پېښو د دې لامل شوې چې د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته هم د هرمز تنګي له لارې د تېلو، ګازو او کیمیاوي سرې د لېږد کچه د جګړې تر مخکینۍ کچې ټیټه پاتې شي.
