د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قشم پر ټاپو د امریکا د نوي برید راپورونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې د ایران پر هوايي دفاعي سیستم یې «محدود بریدونه» کړي دي.
ټرمپ د فلوریډا ایالت په وېسټ پام بېچ سیمه کې خبریالانو ته وویل: «هغوی د هوايي دفاع یو کوچنی سیستم جوړ کړی و، خو موږ هغه په شاوخوا ۱۵ دقیقو، یا ښايي پنځو دقیقو کې له کاره وایست.»
د شنبې ورځې (د لړم ۱۶مه) په لومړیو ساعتونو کې د ایران له سپاه پاسداران سره نږدې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی و، چې امریکا د ایران پر قشم ټاپو برید کړی دی.
د دغه رسنۍ خبریال ویلي، چې د قشم ټاپو په سوزا سیمه کې لږ تر لږه دوه چاودنې شوې دي. د راپور له مخې، له چاودنو لږ مخکې یوه امریکايي جنګي الوتکه د ټاپو پر فضا الوتله، چې د الوتکې د لوړ غږ له امله د قشم اوسېدونکي ووېرېدل او ځینې کسان له خپلو کورونو بهر وتلي وو.
ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې دغه پوځي اقدام «محدود» بللی دی.
په همدې حال کې د ایران پوځ د یوې امریکايي بېپیلوټه الوتکې (ډرون) د راغورځولو خبر ورکړی دی.
د ایران د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا یوه MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه د قشم ټاپو په فضا کې د هوايي دفاعي سیستم په برید کې په نښه او له منځه وړل شوې ده.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې په شپه (د لړم ۱۱مه) هم امریکا د ایران پر قشم ټاپو برید کړی و.
په داسې حال کې چې د قطر په منځګړیتوب خبرې اترې لا هم روانې دي، په تېره یوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې امریکا په ښکاره د ایران پر خاوره برید کوي. ایران هم د څو امریکايي بېپیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی دی.
