د راپورونو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ هکاري ولایت کې ۶۳ افغان کډوال نیولي او یو تن یې د هغوی د لېږدولو په تور نیولی دی.
ترکي رسنۍ ټي آر ټي د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۸مه، راپور ورکړی چې دغه افغانان ترکیې ته د ناقانونه ننوتلو په هڅه کې نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه عملیات د هکاري ولایت د څارنوالۍ په همغږۍ د پولیسو له لوري د نومبر په شپږمه ترسره شوي دي.
په دې عملیاتو کې هغه یو کس هم نیول شوی چې د افغان کډوالو د لېږد او انتقال د تنظیمولو شک پرې کېږي.
رسنۍ زیاتوي، نیول شوی کس د نومبر په اوومه قضایي چارواکو ته سپارل شوی او محکمې د هغه د بندي کېدو پرېکړه کړې ده.
د هکاري ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې، نیول شوي ۶۳ افغان کډوال به د اړینو قانوني او اداري چارو د بشپړېدو لپاره د ترکیې اغري ولایت ته ولېږدول شي.
د راپور له مخې، د ترکیې د کډوالۍ اړوند ادارو د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۳۳ زره او ۳۴۱ افغان وګړي د ناقانونه کډوالۍ په تړاو نیول شوي دي په دغه موده کې په ترکیه کې د ټولو نیول شویو بهرنیو وګړو شمېر له ۱۲۰ زرو څخه اوښتی دی.
