په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د «کاماز» ډوله موټر او دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي دي.
په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، دغه پېښه نن سهار (جمعه، د لړم ۲۹مه) د غزني ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د «بکاول» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د پېښې د قربانیانو جسدونه یې کورنیو ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور ټپیانوي.
د دغو پېښو ډېری لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی بلل کېږي.
