د عراق د نجونو د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د نارینه استادانو لرې کول؛ محصلینې: دا د طالبانو په څېر جنسیتي تفکیک دی

د عراق په سوېل کې د القادسیه پوهنتون د «نجونو د ښوونې او روزنې» له پوهنځي څخه د نارینه استادانو لرې کولو پرېکړې د ښځینه محصلینو پراخ اعتراضونه راپارولي دي. معترضې محصلینې دغه پرېکړه په افغانستان کې د طالبانو د جنسیتي تفکیک له تګلارې سره ورته بللې ده.

د ګارډین د راپور له مخې، د دې پرېکړې پر ضد اعتراضونه له دوو اوونیو راهیسې دوام لري او شاوخوا ۴۰۰ ښځینه محصلینو پکې ګډون کړی دی.

القادسیه پوهنتون ویلي، دغه پرېکړه «د ښځو او نارینه‌وو د ګډ حضور د مخنیوي لپاره» اړینه وه او د ښځینه محصلینو د کورنیو په غوښتنه شوې ده؛ خو محصلینې وايي، کورنیو یې د پوهنتون له نوم‌لیکنې مخکې په دې پوهېدل چې نارینه استادان هم د تدریس په کادر کې شامل دي او اوس هم د خپلو لوڼو د اعتراضونو ملاتړ کوي.

محصلینې وايي، د پوهنتون چارواکو د دوی اعتراضونه مسخره کړي او د هغو اندېښنو په اړه یې له خبرو اترو ډډه کړې چې د استادانو، په ځانګړي ډول د لارښود استادانو، د ناڅاپي لرې کېدو له امله ورسره مخ شوې دي.

۲۲ کلنې هدی ویلي، له خپلو ټولګیوالو سره یې په اعتراضونو کې ګډون کړی و، خو د پوهنتون رئیس له خپلو ساتونکو سره د هغوی مخه نیولې او په مسخره کولو یې پیل کړی دی.

هغې زیاته کړې، د پوهنتون رئیس خپلو ساتونکو ته امر کړی و چې د محصلینو له څېرو عکسونه واخلي؛ دا کار د دې لپاره شوی و چې هغوی ووېروي او ښايي په راتلونکي کې یې د احتمالي سزا لپاره وکاروي.

هدی ویلي، محصلینو هڅه کړې چې چارواکو ته څرګنده کړي چې د عراق په ټولنه کې ښځې او نارینه لا هم څنګ په څنګ کار کوي. هغوی پوښتنه کړې: «ایا داسې ډاکټران نشته چې هم نارینه او هم ښځینه ناروغان تداوي کوي؟ نو ولې موږ ته د نارینه استادانو د تدریس مخه نیسئ؟»

د هغې په وینا، د القادسیه پوهنتون رئیس په ځواب کې ویلي: «که خپل سرونه هم پر دېوال ووهئ، زه به هغه استادان بېرته راونه ګرځوم.»

د ګارډین د راپور له مخې، محصلینې وايي، ډېری یې د فراغت پر پروژو او څېړنیزو چارو بوختې دي چې د همدغو استادانو تر لارښوونې لاندې یې ترسره کوي.

هغوی همدارنګه ویلي، د دغو استادانو د تدریس له طریقو سره عادت شوې وې. دغه استادان د خپلو محصلینو له وړتیاوو او کمزوریو سره هم بلد وو، چې له همدې امله په دې پړاو کې د هغوی ځای ناستي پیدا کول ستونزمنوي.

ښځینه محصلینې زیاتوي، پوهنتون ورته ویلي چې که له دې بدلون سره موافقې نه وي، نو باید له خپلو زده‌کړو لاس واخلي.

عراقي وکیلې او د بشري حقونو فعالې اسراء سلمان پر ښځو لګېدلي محدودیتونه «ټولنیزه فاجعه» بللې ده.

هغې ویلي: «هڅې روانې دي چې د ښځو وړتیاوې وځپل شي او د عراق ټولنه، هغه ټولنه چې نومیالي پوهان او متخصصین یې روزلي او ښځو پکې په بېلابېلو برخو کې مخکښ رولونه لوبولي دي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کابل په څېر حالت ته واړول شي.»

دې د بشري حقونو فعالې زیاته کړې چې «دا وضعیت د عراق له اساسي قانون او همدارنګه له هغو نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی چې دغه هېواد لاسلیک او تصویب کړي دي.»

القادسیه پوهنتون د عراق له پخوانیو پوهنتونونو څخه دی چې په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د قادسیه ولایت په مرکز دیوانیه ښار کې جوړ شوی دی.

دغه پوهنتون د عراق د لوړو زده‌کړو او علمي څېړنو وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي او د تدریس ژبې یې عربي او انګلیسي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته