په فراه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د بکوا ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلور زدهکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په فراه کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند کلیمالله ننگیال ویلي، دغه چاودنه نن (جمعه، د لړم ۲۹مه) غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د بکوا ولسوالۍ د «شالګي» په کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړې، د «فهیم اغا دیني مدرسې» زدهکوونکو د خوړو د راوړلو لپاره له مدرسې بهر تللي وو، چې هلته یې د هاوان یوه مرمۍ موندلې او مدرسې ته یې لېږدولې ده؛ خو کله چې یې مرمۍ پر ځمکه غورځولې، چاودنه یې کړې ده.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، د دغې پېښې د قربانیانو عمرونه د ۱۰ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي او د ټپیانو روغتیايي وضعیت یې ښه بللی دی.
په افغانستان کې د جګړو د پاتې شویو ناچاودو مهماتو او ماینونو چاودنو په بېلابېلو ولایتونو کې څو ځله د ماشومانو ژوند اخیستی دی.
د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان د خاورې یوه برخه په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړه پاتې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ککړو سیمو څخه د یوه کیلومتر په واټن کې موقعیت لري.
