د طالبانو مشر غزني د «اولیاوو» او «استشهادیانو» (ځانمرګو) خاوره وبلله

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، غزني ولایت ته د خپل سفر پر مهال دغه ښار د «اسلامي ثقافت پلازمېنه، د اولیاوو، علماوو، استشهادیانو (ځانمرګو) او شهیدانو خاوره او د علم او عرفان ښار» بللی دی.

د طالبانو د مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې هبت‌الله اخوندزاده نن (جمعه، د لړم ۲۹مه) غزني ولایت ته تللی او هلته یې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو سره لیدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو مشر د اداري چارو د ښه ترسره کولو، همغږۍ او اطاعت ترڅنګ د علم او پوهنې پر پراختیا، له علماوو سره پر درناوي او خدمت، د عدالت پر ټینګښت، د ټولنې پر اصلاح، یووالي، اطاعت او د امنیت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

هغه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ځوانانو پر «اصلاح» هم ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د ځوانانو فکرونه جوړ کړئ، هغوی خپلې اصیلې شرعي، دیني او افغاني فرهنګ ته وهڅوئ. د هغوی لپاره اصلاحي غونډې جوړې کړئ او د پلرونو او نیکونو تاریخ ورته بیان کړئ.»

هبت‌الله اخوندزاده همداراز ویلي چې د «اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقا» لپاره ټول چارواکي باید د متقابل درناوي، همغږۍ او اطاعت په روحیه خپلې دندې ترسره کړي او د نظام د ساتنې لپاره له هېڅ ډول قربانۍ ډډه ونه کړي.

هبت‌الله اخوندزاده د سې‌شنبې په ورځ د خپلو پلویانو دیني عالمانو په غونډه کې د ګډون لپاره له کندهاره کابل ته راغلی و. نوموړي په کابل پوهنتون کې وینا وکړه، ځان یې شرعي امیر وباله او پر ځان یې د اطاعت کولو ټینګار وکړ.

هغه په دې غونډه کې دا هم ویلي وو چې د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان دي او له هېواده بهر مېشتو افغانانو یې غوښتي وو چې بېرته هېواد ته راستانه شي. نوموړي ویلي وو، که وړتیا او شرایط ولري، په دندو به یې وګماري.

د طالبانو مشر پرون له کابله میدان وردګو ولایت ته تللی و او هلته یې هم له سیمه‌ییزو چارواکو سره په لیدنه کې پر همغږۍ او اطاعت ټینګار کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته