ګردېز

لاریونوال: ګردېز ښار کې هدفي وژنې او غلاوې اوج ته رسېدلې دي

خبریال: حبیب الله سراب

پکتیا کې انسان تښتوونکو هغه ځوان وژلی، چې وړمه ورځ یې له موټر سره یو ځای له مرکز ګردېزه تښتولی و.

د هدفي وژنو او غلاوو په دوام وړمه ورځ انسان تښتوونکو د ګردېز له ښاره یو ځوان، چې د سورلۍ موټر یې چلاوه، د کرایه په بهانه یې تر بیول کېدو وروسته وژلی و.

نن په همدې موخه سلګونه کسانو د ګردېز ښار  په «ډاکټر نجیب الله» څلور لارې کې راټول شوي و او په دې پېښه کې یې  د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه کوي.

اعترض کوونکي ملک بهادر وویل، چې دا لومړۍ پېښه نه ده، چې د ګردېز له ښاره موټر او کسان تښتول کیږي او وروسته په بې رحمانه ډول وژل کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، خو امنیتي مسوولینو یوازې د خلکو د تېراېستلو لپاره د دې کسانو د نیولو ژمنې کړې دي.

هغه وویل: «ایشان الله چې د کور یواځنی سرپرست و، تېره ورځ یې له غلو سره کرایه موټر بیولی و، چې وروسته هغوی وحشي ظالمانو موټر هم ترې بیولې او دی یې په شهادت رسولی و، مونږ نن ځکه د اعتراض په ډول راټول شوي یو، چې د ښار په داخل کې نورې غلاوې او هدفي وژنې نشو زغملی.»

د هدفي وژنو او غلاوو په دوام وړمه ورځ انسان تښتوونکو د ګردېز له ښاره یو ځوان، چې د سورلۍ موټر یې چلاوه، د کرایه په بهانه یې تر بیول کېدو وروسته وژلی و.

په ګردېز ښار کې همدې اعتراض کوونکو چې د تحصن خېمه هم ولې، په ولایتي او امنیتي چارواکو نیوکه وکړه، چې د پکتیا په امنیت او خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.

قومي مشر ضیاء الدین دلدار د خبرو پر مهال زیاته کړه، چې دوی له پرون راهیسې د وژل شوي ځوان د قاتلینو د اعدام غوښتنې په موخه اعتراضونه پیل کړي، خو تر اوسه د پکتیا والي ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

نوموړي وویل: «مونږ دا بې کیفایته چارواکي نه غواړو، دوی د پکتیا امنیت نشي تامینولی او ټوله ورځ په غلاو او نورو معملو مصروف دي، والي او امنیه قومندان که استعفا ورنه کړي، مونږ به له اختره وروسته هم خپل لاریونونه جاري ساتو، تر څو د پکتیا چارواکي نه وي لرې کړای شوي.»

اعتراض کوونکي وايي، د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د چارواکو د بې غورۍ له امله د ښار په منځ کې غلاوې او هدفي وژنې اوج ته رسېدلې دي.

دوی پنځه ماده ییز پریکړه لیک هم ولوست، چې پکې د وژل شوي ځوان د قاتلینو اعدام، د والي او امنیه قومندان استعفا او د ښار امنیت د تامین غوښتنه پکې شوې وه.

مدني فعال سید جمالدین اصف خېل وايي، د پکتیا د والي ناسمه رهبري د دې ټولو ناخوالو لامل بلل کیږي، هغه زیاته کړه، چې په دولتي ادارو کې د پراخه فساد او خپلسرو ګمارنو له امله د ولس او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته شوې ده.

دوی پنځه ماده ییز پریکړه لیک هم ولوست، چې پکې د وژل شوي ځوان د قاتلینو اعدام، د والي او امنیه قومندان استعفا او د ښار امنیت د تامین غوښتنه پکې شوې وه.

اصف خېل وویل، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، دا ځل به د تېرې په کوتل کې د کابل-ګردېز لویه لاره هم وتړي.

ښاغلي اصف داسې وايي: «مونږ له تېرو څو اونیو راهیسې په ګردېز ښار زړه کې د هدفي وژنو، غلاو او نورو ناوړه پېښو شاهدان یو، دا ټول د ناسمې رهبرۍ له امله رامنځته شوي دي، که والي او امنیه قومندان خپلو دندو ته ژمن وای، نو داسې پېښې به نه رامنځته کېدې، خلک اوسني وضعیت سخت اندېښمن کړي او که وضعیت له دې هم بدتر شي، له اختره وروسته به پراخه مدني حرکتونه پیل شي.»

په همدې حال کې د پکتیا امنیه قومندان وايي، د ایشان الله په نوم د وژل شوي هغه ځوان قاتل یې نیولی، چې وړمه ورځ یې له ګردېز ښاره د سورلۍ په بهانه کرایه کړی و او وروسته یې وژلی هم و.

امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی په دې پېښه کې د دوو نورو د نیولو لپاره هم هڅې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په پېښه کې یې له نیول شوي کس سره د وژل شوي ځوان موټر هم بیرته د پولیسو لاسته ورغلی دی.

ښاغلي سرتېر په دې اړه وویل: «د انسان په جامه کې دوه ورځې وړاندې وحشي ځناورو یو ځوان په دې بهانه د ښار له منځ څخه کرایه کړی و، چې وروسته یې ورڅخه موټر هم تښتولی او او ځوان یې په بې رحمانه ډول وژل و، پولیسو له دوامداره هڅو روسته دغه قاتل ونیو او د ځوان موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی، چې د وژل شوي ایشان الله کورنۍ ته به بیرته وسپارل شي او په دې پېښه کې دوه نور کسان هم ښکېل دي، چې هغه به هم تر نیول کېدو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی په دې پېښه کې د دوو نورو د نیولو لپاره هم هڅې پیل کړې دي.

د امنیه قومندان نجیب الله سرتېر په خبره، چې د پکتیا امنیتي وضعیت د سمون لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي او د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه یې نیولې ده، هغه له خلکو د هدفي بریدونو او غلاوو د مخنیوي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «مونږ پوره هڅه کړې، چې ولس ته ارمي تر لاسه کړو، د دوی د ژوند خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلو، دوښمن تل هڅه کړې، چې په سیمه کې نا امني او د وحشت سیوری وغړوي، خو زمونږ زړورو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده، هغوی د لویو بریدونو هڅه هم کړې، خوشبختانه، چې هدف ته ندي رسېدلي.»

د پکتیا اوسېدونکو په داسې مهال په اعتراضونو لاس پورې کړی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ولایتي شورا د ځینو غړو، قومي مخورو، مدني فعالانو او دولتي کسانو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسان د هدفي بریدونو له امله په ګردېز ښار کې ترور شوي دي، چې دا وضعیت لاهم دوام لري، خلک وايي، که امنیتي او ولایتي چارواکي یې په کابو کولو کې پاتې راغلي وي، نو استعفاوې دې وړاندې کړي.