د «افغانستاني ښځو د سولې کړۍ» غونډه په مادرید کې جوړه شوه

د «افغانستاني ښځو د سولې کړۍ» غونډه د هسپانیې په مادرید ښار کې جوړه شوه او ګډونوالو په کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنې د همغږۍ پر لارو، د سولې په هڅو کې د ښځو پر رول او د افغانستان د راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د هغوی پر مستقیم حضور خبرې وکړې.

دغه غونډه نن (یک‌شنبه، د لیندۍ لومړۍ) په مادرید کې د افغانستان د ښځینه فعالانو د څلورمې ناستې د مقدماتي غونډې په توګه جوړه شوې ده. ټاکل شوې چې د افغانستان د ښځینه فعالانو څلورمه غونډه، چې «موږ ته غوږ ونیسئ» نومول شوې، سبا د هسپانیې په پلازمېنه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ جوړه شي.

د غونډې جوړوونکي وايي، د «افغانستاني ښځو د سولې کړۍ» مقدماتي غونډه یو فرصت و، څو د ښځو د بنسټونو استازې له اصلي غونډې مخکې د خپلو ګډو غوښتنو او د هغو د تعقیب پر لارو چارو خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم د طالبانو له لوري د زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

هغه افغانې ښځینه فعالانې چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي، په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې چې د هېواد د ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه ثبت او جرم وپېژندل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته