په سوېډن کې د «افغانستاني ډیاسپورا» د ستونزو د څېړلو لپاره غونډه وشوه

د افغانستان یو شمېر لیکوالانو، کارپوهانو، ټولنیزو فعالانو او کډوالو په یوه غونډه کې په سوېډن کې د افغانستان د ډیاسپورا ستونزې وڅېړلې.

دغه غونډه د «افغانستاني ډیاسپورا د فرصتونو او ستونزو تحلیل» تر سرلیک لاندې پرون د «صلصال سوېډن ټولنې» له خوا د اوپسالا ښار کې جوړه شوې وه.

د غونډې جوړوونکو ویلي، د دې ناستې موخه «د افغانستان د ډیاسپورا د وضعیت علمي او هر اړخیزه څېړنه، د شته وړتیاوو او ستونزو پېژندل او د سوېډن په ټولنیز او مدني جوړښت کې د دې ټولنې د ځای او رول په اړه د رغنده خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول» وو.

دوی وايي، په دې پروګرام کې یې هڅه کړې چې د ژوندیو تجربو، تخصصي لیدلورو او ټولنیزو شننو پر بنسټ، په سوېډن کې د افغانستان د ټولنې د اوسني وضعیت واقعي انځور وړاندې کړي.

د غونډې د جوړوونکو په وینا، دغه ناسته د ډله‌ییزو کارځایونو او تخصصي ګردي مېز په بڼه جوړه شوې وه. په لومړۍ برخه کې ګډونوال له اوو تر لسو کسیزو درېیو ډلو ووېشل شول او په سوېډن کې د افغانستان د ډیاسپورا د اوسني وضعیت، اندېښنو، ستونزو او وړتیاوو په اړه یې د پنځو مهمو پوښتنو پر بنسټ بحث او د نظرونو تبادله وکړه. په پای کې د هرې ډلې استازو د خپلو بحثونو او موندنو لنډیز له نورو ګډونوالو سره شریک کړ.

د غونډې جوړوونکي وايي، په دویمه برخه کې کارپوهانو په یوه تخصصي ګردي مېز کې «له څو اړخیز لیدلوري او د علمي، ټولنیزو، حقوقي او ارواپوهنیزو اړخونو په پام کې نیولو سره، په سوېډن کې د افغانستان د ډیاسپورا پر وړاندې شته فرصتونه او ستونزې وڅېړلې».

د دوی د خبرپاڼې له مخې، د دغو خبرو اترو یو اساسي محور دا و چې د افغانستان ډیاسپورا باید په سوېډني ټولنه کې د یوې فعالې او اغېزناکې برخې په توګه بیا وپېژندل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کارپوهانو له نظره، «کډواله ټولنه یوازې د هغو کسانو ټولګه نه ده چې ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري، بلکې له ارزښتناکې بشري، علمي، کلتوري او مسلکي پانګې هم برخمنه ده چې د ټولنیز پرمختګ، د مدني ټولنې د پیاوړتیا او د کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو په پراختیا کې اغېزناک رول لوبولی شي. له همدې امله، اړینه ده چې په مدني بنسټونو، ټولنیزو جوړښتونو، رسنیو او د عامه پرېکړو نیولو په بهیرونو کې د افغانستان د ډیاسپورا د اغېزناک حضور لپاره هم زمینه برابره شي».

کارپوهانو په دې غونډه کې د افغانستان د ډیاسپورا له سیاسي فرصتونو څخه د سرچینې او کوربه ټولنو په کچه محرومیت، د ټولنیز ادغام پېچلتیاوې، د ټولنپوهنې او ارواپوهنې له نظره د بېلابېلو نسلونو ترمنځ واټن او د افغانستان د ډیاسپورا په ټولنه کې پر حاکمو عمومي شرایطو هم بحث وکړ.

د دوی په وینا، د افغانستان د ټولنې قومي، ژبني، کلتوري او فکري تنوع ته په پام سره، د یوې منسجمې او پیاوړې ډیاسپورا رامنځته کېدل د تنوع منلو، متقابل درناوي او د هغو درزونو او اختلافونو د له منځه وړلو غوښتنه کوي چې د همکارۍ او ګډو فعالیتونو پر وړاندې خنډ کېدای شي.

د دې غونډې کارپوهانو د «اړیکو او ملاتړ شبکو پر پراختیا، د ډیموکراسۍ پر تمرین، د ډیاسپورا په کچه د خبرو اترو پر زیاتوالي، رواني خدمتونو ته د لاسرسي پر ښه والي، د شبکو پر جوړولو، د مدني بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او په ټولنیزو او عامه برخو کې د کډوالو د لا فعالې ونډې اخیستنې لپاره د زمینې پر برابرولو» ټینګار کړی دی.

سوېډن د افغانستان د ګڼ شمېر کډوالو کوربه دی. د دغو کډوالو ډېری یې له لسیزو راهیسې په سوېډن کې ژوند کوي او ځینې نور یې په وروستیو کلونو کې دغه هېواد ته تللي دي.

خو فعالان وايي، په سوېډن کې د افغانستان کډوال لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو ځینې یې د دوی ترمنځ د اړینې همغږۍ او یووالي د نشتوالي له امله دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته