د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د هغو روغتونونو فعالیتونه به ودرول شي چې د اعتبار ورکولو په بهیر کې اړین معیارونه پوره نه کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي دا موضوع د دغه وزارت د رهبرۍ پلاوي په ۲۸مه غونډه کې څرګنده کړې ده.
دغه وزارت نن (دوشنبه، د لیندۍ ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغو روغتونونو ته به چې اړین معیارونه یې نه وي پوره کړي، د خپلو نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره لنډمهاله فرصت ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ویلي، هغو روغتونونو ته چې د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ په بهیر کې اړین معیارونه نه دي پوره کړي، باید لنډمهاله فرصت ورکړل شي، څو خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي.»
هغه زیاته کړې: «که دغه نیمګړتیاوې اصلاح نه شي، د یادو روغتونونو د فعالیتونو د درولو په اړه به پرېکړه وشي.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر هم ترسره شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د تلې په ۲۸مه اعلان کړی و، چې په کابل ښار کې یې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ د بهیر لومړی پړاو بشپړ کړی او ۱۱۵ روغتونونه یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې په درېیو کټګوریو (A، B او C) وېشلي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رییس سیفالله معاویه په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې په کابل کې له ارزول شویو ۱۱۵ خصوصي روغتونونو څخه یوازې دوه روغتونونه د A درجې ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړې وه، چې نهه روغتونونه د B درجې او ۳۹ نور د C درجې په کتګورۍ کې شامل شوي دي.
معاویه ویلي وو، چې پاتې ۶۵ روغتونونه په دې ارزونه کې د هېڅ ډول درجې په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.
دا هغه روغتونونه دي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، د اعتبار ورکولو اړین معیارونه یې نه دي پوره کړي.
د نورجلال جلالي د څرګندونو له مخې، که دغه روغتونونه د ورکړل شوي لنډمهاله فرصت په ترڅ کې خپلې نیمګړتیاوې اصلاح نه کړي، د فعالیتونو د درولو له ګواښ سره به مخ شي.
