د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې ۵.۵ میلیونه کسانو د «آبادۍ» پروژې له لارې اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازولۍ نن (دوشنبه، د لیندۍ ۲مه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د «آبادۍ» پروژې له لارې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې ۵.۵ میلیونه کسانو، چې ۲.۷ میلیونه یې ښځې او نجونې دي، اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
دغه بنسټ ویلي، چې اوبو ته لاسرسی په افغانستان کې د خلکو ژوند بدلوي.
د نړیوال بانک د افغانستان د وګړو د اوبو ته د لاسرسي په اړه وروستی راپور، چې تېره اوونۍ خپور شوی، ښيي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان یوازې ۳۱ سلنه وګړي د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی لري.
د راپور له مخې، په مقابل کې ۶۹ سلنه وګړي، چې شمېر یې شاوخوا ۲۹ میلیونو ته رسېږي، د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته له لاسرسي بېبرخې دي.
