عالیه عزیزی، په ایټالیا کې مېشتې افغانې د بشري حقونو فعالې د «هغه ښځې چې له ښځو سره مینه لري» جایزه ترلاسه کړه

عالیه عزیزی، په ایټالیا کې مېشتې افغانې د بشري حقونو فعالې چې د نجونو د زده‌کړو لپاره یې یو بنسټ جوړ کړی، د «هغه ښځې چې له ښځو سره مینه لري» جایزه ترلاسه کړه.

د دغې جایزې څلورم پړاو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د ایټالیا په «پالرمو» پوهنتون کې د «Donne che amano le Donne» تر ایټالوي سرلیک لاندې ترسره شو.

عالیه عزیزی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، دغه جایزه د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ، د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ، زده‌کړو او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د هغې د هڅو د ستاینې په موخه ورکړل شوې ده.

عزیزی ویلي، دغه جایزه یوازې د ځان نه ګڼي، بلکې د افغانستان ټولو ښځو او نجونو ته یې ډالۍ کوي.

هغې زیاته کړې: «دا ویاړ د هغو ښځو په نوم او یاد دی چې له ټولو محدودیتونو سره سره لا هم هیله‌منې دي، هڅې کوي او د غوره راتلونکي لپاره مبارزه کوي.»

عالیه عزیزی په ایټالیا کې د «Hope In Action APS» بنسټ جوړ کړی، چې د دغه بنسټ له لارې په افغانستان کې نجونو او ځوانو ښځو ته د زده‌کړو فرصتونه او ملاتړ برابروي.

نوموړې د ځوانانو د خبرو اترو او سولې په مرکز (YCDP) کې د ځوانانو نړیواله سفیره او د خوړو د نړیوال سازمان (FAO) په نړیواله غونډه کې د ځوانانو استازې هم ده او د ځوانانو د ګډون، سولې او پرمختګ په برخو کې فعالیت کوي.

عالیه عزیزی ویلي، د دغې جایزې د ورکړې د مراسمو په څنډه کې یې په افغانستان کې د ښوونیزو او ملاتړیزو پروژو د پراختیا او د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو او بورسونو د فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي او هیله لري چې دغه اړیکې به په عملي همکاریو بدلې شي.

هغې هیله څرګنده کړې چې د دغې جایزې ترلاسه کول به د افغانستان د ښځو غږ د نړۍ تر خلکو ورسوي او د هغوی هڅې او هیلې به لا څرګندې کړي.

د «هغه ښځې چې له ښځو سره مینه لري» جایزه په ۲۰۲۳ کال کې د «Terziario Donna» ډلې له خوا رامنځته شوې، چې د پالرمو د سوداګرۍ، خدمتونو او ګرځندویانو د اتحادیې (Confcommercio Palermo) اړوند ده. دغه جایزه هغو ښځو ته ورکول کېږي چې په بېلابېلو برخو کې، لکه سوداګري، طب، علمي څېړنې، کلتور، ټولنیز فعالیتونه، بشري مرستې او د ښځو د حقونو دفاع کې هڅې کړې وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته