له زده‌کړو بې‌برخې شوې افغانه نجلۍ له بریتانیا غوښتي چې له دوی سره دې د طالبانو د حکومت په څېر چلند نه کوي

د افغانستان له هغو نجونو یوه چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې او د بریتانیا له پوهنتونونو یې بورسونه ترلاسه کړي وو، خو د ویزې د نه ترلاسه کولو له امله یې زده‌کړې نه دي پیل کړې، د بریتانیا له حکومت غوښتي چې له دوی سره دې د طالبانو د حکومت په څېر چلند نه کوي.

بي‌بي‌سي نیوز په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې هغو افغان ښځو چې د بریتانیا له پوهنتونونو د زده‌کړو لپاره یې د منلو لیکونه ترلاسه کړي وو، د ویزو د ورکړې له ځنډېدو وروسته «زړه‌ماتې» شوې دي.

شاهیره سادات، چې یوه له دغو نجونو ده، وايي: «دا چې دغه فرصت مې له لاسه ورکړ، زړه مې ماتوي.»

سادات چې په کابل کې د سافټویر انجنیره ده، د مصنوعي ځیرکتیا او ماشیني زده‌کړې په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړو لپاره د ساسکس، برادفورډ او د لندن د نورث‌ایسټرن پوهنتونونو څخه د منلو درې لیکونه ترلاسه کړي وو.

خو وروسته یې داسې برېښنالیک ترلاسه کړ چې په کې ورته ویل شوي وو، د افغان‌توب له امله به یې نور په بریتانیا کې د زده‌کړو غوښتنلیک ونه څېړل شي.

د روان کال په مارچ میاشت کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د کامرون، میانمار، سوډان او افغانستان د غوښتونکو لپاره د زده‌کړو ویزو د ورکړې د «بیړني ځنډ» اعلان وکړ.

دغه وزارت وویل چې دا اقدام د ویزو له پراخې ناوړه استفادې او د دغو ویزو له لارې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د پام وړ زیاتوالي په غبرګون کې شوی دی.

په هغه وخت کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود وویل، د هغو کسانو د ویزو غوښتنلیکونو د ردولو لپاره یې «بې‌ساری تصمیم» نیولی چې د نوموړې په وینا، «زموږ له سخاوته د ناوړه ګټې اخیستنې په لټه کې دي».

سادات وايي: «دا رښتیا هم زړه‌ماتوونکې وه. ما خپله ټوله انګېزه له لاسه ورکړه. ساعتونه ساعتونه مې وژړل. دا موضوع زما لپاره یوازې په زده‌کړو پورې محدوده نه وه، بلکې دا یو فرصت و چې بېرته خپل کاري مسیر ته وګرځم او د ځان لپاره راتلونکی جوړ کړم.»

په هرات کې هم یوه نجلۍ چې د هویت د خوندي ساتلو لپاره یې نوم عالیه بدل شوی، د ورته غوښتنلیک له رد کېدو سره مخ شوې ده. په بریتانیا کې د ډیجیټلي رسنیو په برخه کې د ماسټرۍ لپاره د هغې د منلو وړاندیزونه بېرته اخیستل شوي دي. د نوموړې په وینا، دې پېښې داسې احساس ورکړی چې په یوه بن‌بست کې بنده شوې ده.

هغې ویلي: «هر څه یوازې له دې امله منع شوي چې زه یوه افغانه ښځه یم.»

شاهیره سادات وايي، کله چې خبره شوه چې نور به یې په بریتانیا کې د زده‌کړو لپاره غوښتنلیکونه نه څېړل کېږي، «ساعتونه ساعتونه یې وژړل».

هغې ویلي: «زه غواړم د بریتانیا حکومت ته ووایم: له موږ سره د خپل حکومت په څېر چلند مه کوئ. هغوی موږ له زده‌کړو بې‌برخې کړې یو؛ نو نړیواله ټولنه باید موږ ته ډېره پاملرنه وکړي.»

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته د نجونو زده‌کړې او تعلیم منع کړي دي. اوس مهال د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو یوازینۍ لاره تحصیلي بورسونه دي، خو دا لاره هم له محدودیتونو سره مخ ده.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د تحصیلي ویزو د ځنډولو په اړه بي‌بي‌سي ته په ځواب کې د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پیلولو ته اشاره کړې ده؛ هغه پروګرام چې د دغه وزارت په وینا، «افغان ښځې او نجونې» هم په کې شاملې دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې د «کډوالو لپاره د ځانګړو نومونو لرونکو مالي ملاتړ او زده‌کړو لارو» د رامنځته کولو په حال کې دی، څو هغوی ته «بریتانیا ته د راتګ او د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره خوندي لاره» برابره کړي.

خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دې پوښتنو په اړه مشخص ځواب نه دی ورکړی چې ایا دغه لارې به په افغانستان کې د هغو ښځو لپاره هم پرانیستې وي چې د کډوالو په توګه نه دي پېژندل شوې، لکه سادات او عالیه، او دا چې افغانانو ته به څومره ځایونه ځانګړي شي.

د لوړو زده‌کړو د احصایې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ ښوونیز کال په اوږدو کې، په بریتانیا کې له ۶۸۰ زرو څخه د زیاتو نړیوالو محصلانو له ډلې، له ۴۰۰ څخه کم یې د افغانستان وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغو محصلانو د شمېر په اړه یوې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ چې وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال او د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر میاشتې ترمنځ، د افغان وګړو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو شمېر د ورکړل شویو تحصیلي ویزو له شمېر سره ۹۵ سلنه برابر و.

دغه وزارت وايي، دا پالیسي د محصلانو له خوا د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د نامتناسبې کچې د ارزونې او د پناه غوښتنې پر نظام د فشار د کمولو په موخه غوره شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته