ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې هر ساعت پنځه ښځې د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل شوې دي

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تر ۴۷ زرو ډېرې ښځې او نجونې د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل شوې دي؛ یعنې په منځني ډول په هر ساعت کې شاوخوا پنځه ښځې او نجونې وژل شوې دي. دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله نږدې پر خپل حال پاتې دی.

په دغه راپور کې چې نن (سې‌شنبه، د لیندۍ درېیمه) خپور شوی، راغلي چې د هغو ښځو شمېر چې د ژوند د شریک یا د کورنۍ د یوه غړي له خوا وژل شوې دي، په تېرو څو کلونو کې د ۴۵ زرو او ۵۱ زرو ترمنځ بدلون کړی دی.

دغه راپور چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې خپور شوی، وايي چې تېر کال په نړۍ کې له هغو ۷۸ زرو ښځو او نجونو څخه چې د قصدي وژنې قرباني شوې دي، شاوخوا ۶۰ سلنه یې د خپل ژوند د شریک یا د کورنۍ د یوه غړي له خوا وژل شوې دي.

اټکل کېږي چې د دغو قربانیانو شمېر ۴۷ زره دی، چې په ورځ کې د ۱۲۹ ښځو او نجونو له وژل کېدو سره برابر دی. دغه شمېر د ۱۲۲ هېوادونو او سیمو د شمېرو د شننې پر بنسټ محاسبه شوی دی.

په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې ښځو د نړۍ په کچه د وژنو د ټولو قربانیانو ۱۹ سلنه جوړوله، خو له دغو ښځو څخه ۶۰ سلنه په شخصي او کورني چاپېریال کې وژل شوې دي. په مقابل کې، د نارینه‌وو د وژنو له قربانیانو څخه یوازې ۱۱ سلنه په ورته شرایطو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو پر دې «بیړنۍ اړتیا» ټینګار کړی چې ډاډ ترلاسه شي، د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي اقدامات د ژوند د شریکانو ترمنځ اړیکې او همدارنګه په پراخه کورنۍ کې اړیکې تر پوښښ لاندې راولي.

د نړۍ هېڅ سیمه له دې پدیدې په بشپړه توګه خوندي نه ده پاتې شوې؛ خو افریقا یو ځل بیا د ۲۲ زره او ۱۰۰ پېښو په ثبتولو سره د هغو ښځو او نجونو تر ټولو لوړ شمېر لرلی چې د ژوند د شریکانو یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې دي.

له افریقا وروسته، اسیا د ۱۵ زره او ۱۰۰ قربانیانو، د امریکا لویې وچې د اووه زره او ۴۰۰ قربانیانو، اروپا د دوو زرو او ۱۰۰ قربانیانو او اوقیانوسیه د ۳۰۰ قربانیانو په لرلو سره په ترتیب راځي.

په دغه راپور کې همداراز ویل شوي چې که څه هم په نړۍ کې د وژنو کچه راټیټه شوې، خو د جنسیت له امله د ښځو د وژنې (فیمیسایډ) کچه په لږ سرعت راټیټه شوې ده؛ په ځانګړې توګه د امریکا په لویه وچه او اروپا کې.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا موضوع ښيي چې «دغه جرمونه په ټولنیزو دودونو او جنسیتي کلیشه‌وو کې ژورې ریښې لري». دغه سازمان زیاته کړې چې دا وضعیت د عدالت نظام ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو شتون هم څرګندوي.

«فیمیسایډ» د ښځو او نجونو هغه وژنې ته ویل کېږي چې د هغوی د جنسیت له امله ترسره کېږي. دغه اصطلاح یوازې د هغو وژنو په اړه نه ده چې د ژوند د شریکانو یا د کورنۍ د غړو له خوا ترسره کېږي، بلکې ځینې هغه وژنې هم رانغاړلی شي چې له سازمان‌یافته جرمونو، جبري کار یا د انسانانو له قاچاق سره تړاو لري.

خو راپور وايي چې له کورني چاپېریال څخه بهر د جنسیت له امله د ښځو د وژنې په اړه معلومات لا هم ډېر محدود دي او له همدې امله په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د دغې پدیدې د کچې اندازه کول ممکن نه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته