اسلام اباد کې افغان سفیر

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت افغان سفیر احضار کړی دی

اطلاعات روز: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان مشرانو وروستیو څرګندونو په تړاو یې اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل احضار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، ۲۷ د غویي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی افغان سفیر سره په خبرو کې د افغانستان رهبرانو له خوا وروستۍ «بې بنسټه» او «نامسوولانه» څرګندونې یادې کړي دي.

د پاکستان سفارت په دې خبرپاڼه کې لیکلي: «پاکستان ټینګار کړی چې بې بنسټه تورونه د دواړو ورونو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي او د افغانستان سولې لړۍ کې پر هغه رغوونکي رول چې پاکستان یې لوبوي، نادیده نیسي.»

د پاکستان اعلامیې په دوام کې لیکلي، دوی له افغان لوري وغوښتل چې د ټولو دوه اړخیزه مسایلو حل لپاره، لکه د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د ګام برنامې (APAPPS) په څېر لارو ګټه واخلي.

ولسمشر محمداشرف غني څو ورځې وړاندې له الماني شپیګل په نوم ورځپاڼې سره مرکه کې، طالبانو ډلې سره د پاکستان ژورو اړیکو ته اشاره کړې وه. ښاغلي غني ویلي و چې پاکستان له طالبانو د یو سازمان شوي سیستم په توګه ملاتړ کوي، د طالبانو مالي سرچینې پاکستان کې دي، طالبان هلته تجهیز کیږي او د دې ډلې جنګیالي هم په پاکستان کې ګمارل کیږي.

ښاغلي غني د کوېټې شورا، میرامشاه شورا او پېښور له شورا د طالبانو د پرېکړې نیونې بېلابېلې سرچینې چې پاکستان کې موقعیت لري، یادې کړې وې.

دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دې وروستیو ورځو کې پاکستان د طالبانو ډلې مهم او ستر ملاتړی یاد کړی و.