اریوب ځاځي

ځاځي اریوب کې د ناامنیو پراخېدل؛ «که د دې ولسوالۍ امنیت ته پام و نه شي، ګڼې سیمې به طالبان ونیسي»

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدونکي په سیمه او د اریوب – ګردېز لویې لارې امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه لري او وايي، له څه مودې راهیسې یې ولسوالي کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو ترڅنګ جګړو هم زور اخیستی دی.  

ځاځي اریوب ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، ځايي خلک یې په دې وروستیو کې د ناامنیو او وسله والو طالبانو د فعالیتونو په ډېرېدو اندېښمن دي او د شته ناسم امنیتي وضعیت د سمون غوښتنه کوي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکی او قومي مشر ملک بهرام اطلاعات روز ته وویل، چې د ناامنیو لمن د اریوب بازار څنډو ته رارسېدلې او وخت نا وخت هلته په پرتو امنیتي پوستو جګړه ترسره کیږي.

هغه اندېښمن ده، که امنیتي ادارې د دې وضعیت سمون ته پام ونه کړي، نو ګڼې سیمې به د طالبانو لاسته ولویږي.

نوموړي وویل: «د اریوب امنیتي وضعیت خراب دی، د حکومت او امنیتي ځواکونو حاکمیت یوازې تر ولسوالي مقام او بازار پورې محدود دی، د اریوب له بازاره چې لږ ووځې، نو د وسله والو طالبانو بیرغونه به په غرونو درول شوي وي، زمونږ تمه دا ده، چې اریوب باید له دې نور نا امنه نه شي، ځکه که ورته پام ونه شي، نو پاتې سیمې به هم طالبان تر خپل واک لاندې راولي.»

د یادې ولسوالي اوسېدونکی او قومي مشر ملک بهرام اطلاعات روز ته وویل، چې د ناامنیو لمن د اریوب بازار څنډو ته رارسېدلې او وخت نا وخت هلته په پرتو امنیتي پوستو جګړه ترسره کیږي.

د همدې ولسوالي یو بل اوسېدونکی سید امیر د ګردېز-اریوب ترمنځ د لارې امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه په اندېښې سره وايي، چې دا لاره د احمدخېلو ولسوالي په ځینو سیمو کې نا امنه شوې او د طالبانو له لوري ورباندې تلونکي خلک تلاشي کیږي.

هغه زیاته کړه: «د اریوب یوازې لرې پرتې سیمې نه، بلکې ډېر خلک چې ورسره په تکلیف دي، هغه د لویې لارې امنیتي وضعیت خرابېدل دي، د احمدخېلو په ځینو سیمو کې وخت نا وخت دوی راوځي او هغه کسان چې ورباندې یې شک راشي، نو له موټره یې ښکته کوي او له ځانه سره یې وړي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې په هغو سیمو کې باید امنیتي پوستې جوړې شي، چې هلته خطر زیات موجود دی.»

په ځاځي اریوب کې د روکیان سیمې اوسېدونکی محمد دوست بیا وايي، چې د نا امنیو له امله یې په سیمه کې د پام وړ پروژې نه دي پلې شوې، هغه زیاتوي، چې ولایتي ادارې ورسره څو ځله د پراختیايي پروژو ژمنې کړې، خو تر اوسه یې په یوې هم عملي کار نه دی پیل شوی.

دوست وايي: «په ځاځي اریوب کې چې پرمختیايي کارونه نه دي شوي، ټول لامل یې جګړه او نا امني ده، دلته له مونږ سره ډېرې زیاتې وعدې وشوې، چې دلته به ښوونځيو ته ودانۍ، د کرنې برخه کې سړې خونې او د سړک پخېدو او ځینې نورې ګڼې ژمنې راسره شوې، خو له هغې ورځې وروسته مو چا پوښتنه هم نه دی کړې.»

د همدې ولسوالي یو بل اوسېدونکی سید امیر د ګردېز-اریوب ترمنځ د لارې امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه په اندېښې سره وايي، چې دا لاره د احمدخېلو ولسوالي په ځینو سیمو کې نا امنه شوې او د طالبانو له لوري ورباندې تلونکي خلک تلاشي کیږي.

د دې ولسوالي چارواکي هم د لویې لارې په اړه د ځايي خلکو اندېښنې په ځای بولي، خو وايي، د لارې امنیت تامین ته به جدي پام وکړي.

د اریوب ولسوال کفتان اخلاص اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی په ولسوالي کې کافي سرتیري لري، چې د امنیتي پېښو او وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخه یې نیولې ده، خو د لارې په ځینو ساحو کې د امنیتي ستونزو ډېرل مني او زیاتوي، چې د امن کولو په موخه یې له امنیتي ادارو سره په دې اړه ناستې کړې، تر څو په هغو ساحو کې امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي، چې هلته پکې وخت نا وخت د وسله والو طالبانو له لوري پلټنځایونه او د هغوی د راوتلو اندېښې موجودې دي.

اخلاص وویل: «نور په اریوب کې وضعیت ښه دی، مونږ دلته په کافي اندازه سرتیري لرو، خو د لارې وضعیت په رښتیا هم اوس لږ نا امنه شوی او د احمدخېلو ولسوالي پیل تر اریوب پورې په دې لاره کې یو څه د مخالفینو فعالیتونه موجود دي، مونږ ورته پلان جوړ کړی، چې هلته دا ناسم او خراب وضعیت بیرته عادي حالت ته راولو او بل د پروژو په اړه هم د خلکو نیوکې پرځای دی، خو چې کومه ځای کې نا امني وي، نو هتما هلته په کار باندې هم منفي اغېز کوي.»

د اریوب ولسوال کفتان اخلاص وایي، چې دوی په ولسوالي کې کافي سرتیري لري، چې د امنیتي پېښو او وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخه یې نیولې ده.

د ځاځي اریوب د اوسېدونکو  همدې اندېښنو  ته په ځواب کې بیا په دې ولسوالي کې میشت امنیتي ځواکونه د ډاډمن امنیت خبره کوي او وايي، امنیت یې ټینګ کړی، خو وخت ناوخت وسله وال طالبان د سړک له غاړې ماینونه خښوي.

د ملي اردو سرتېری رفیق خان وايي، د ټولو امنیتي ارګانونو سرتیري په لوړ مرال سره دندې ترسره کوي او تر ډېره یې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو جنګیالي ورسره مخامخ جګړه نه شي کولی، خو په خینو سیمو کې ورته ماینونه ځای پر ځای کوي.

رفیق داسې وايي: «خلک دې هیڅ تشویش نه کوي، دلته مونږ شپه او ورځ د دې لپاره یوه کړې، چې خلکو ته امنیت تامین کړو، نور په ځاځي اریوب کې هیڅ ستونزه نشته او یو لوی خنډ چې مونږ ورسره مخ یو هغه د مخالفینو له لوري ځای پر ځای شوي ماینونه دي، دوی کله نه کله ماینونه په لاره کې خښوي، خو مونږ یې هم پر وخت خنثی کاوو.»

د ملي اردو سرتېری رفیق خان وايي، د ټولو امنیتي ارګانونو سرتیري په لوړ مرال سره دندې ترسره کوي او تر ډېره یې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه نیولې ده.

په ورته مهال بیا د پکتیا امنیه قوماندان د ځاځي اریوب سربېره د پکتیا د ټولو ولسوالیو امنیتي وضعیت ښه یادوي او وايي، چې د جګړې زیاتېدو لپاره یې ټولو امنیتي پوستو ته کافي اکمالات کړي دي.

امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که طاالبان جګړې ته زور ورکوي، نو امنیتي ځواکونه یې هم د ځپلو لپاره پوره چمتوالی لري.

سرتېر وویل: «مونږ اریوب، څمکنیو، پټان، جانیخېلو او پاتې د پکتیا ټولو ولسوالیو ته تللي یو، پوستې او د امنیتي ځواکونو بېزونه مو له نږدې کتلي، ټولو ته مو اکمالات هم کړي، که دوښمن چېرې د جګړې پلان درلود، نو امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري، چې هغه له منځه یوسي.»

امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که طاالبان جګړې ته زور ورکوي، نو امنیتي ځواکونه یې هم د ځپلو لپاره پوره چمتوالی لري.

که څه وسله وال طالبان یې ردوي، خو د پکتیا امنیتي چارواکي بیا وايي، چې د پکتیا په ځینو ولسوالیو کې د افغان طالبانو ترڅنګ ګڼ بهرني جنګیالي هم د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او د زیاترو لویو بریدونو پلان هم له بهره ورکول کیږي.