خبریال: لیاقت لایق
ژباړن: بهادرخان رحماني
اطلاعات ښیي چې له کلونو راهیسې په میلیونونه ډالر د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مدیریت، عملیاتو، ساتنې او خوندیتوب پروژې لپاره بې ځایه او د پوښتنې وړ لګېدلې دي. دغه راز د افغانستان اوسپنې پټلۍ له ۲۰۱۶ کال را په دېخوا د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مدیریت، عملیاتو، ساتنې او خوندیتوب پروژې د میلیونونه ډالرو په ارزښت تجهیزات پېرلې دي، خو له دې تجهیزاتو تراوسه ګټه نه ده اخیستل شوې. د دې ادارې له مخکینیو مسوولینو معتبره سرچینې اطلاعات روز ته وایي، چې د اتو میلیونه ډالرو په ارزښت پېرل شوي تجهیزات له څلورو کلونو را په دېخوا د ظرفیت او زېربنا نشتوالي له امله بې ګټې پاتي او له کاره لوېدلي دي.
د امکاناتو اخیستلو لپاره په میلیونونه ډالرو لګښت سره سره، د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره تراوسه نه ده توانېدلې چې د حیرتان – مزارشریف د مدیریت، عملیاتو، ساتنې او خوندیتوب پروژې مسوولیت په خپله غاړه واخلي. په دې پروژه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې قرارداد له یو ازبکستاني شرکت سګدیانا ټرانس (SE Sogdiana Trans) سره له کلونو راهیسې د پوښتنې وړ تمدید شوی دی. هغه قرارداد چې د تفتیش عالي ادارې راپور له مخې، له ګونګتیا او د فساد تورونو سره مخ دی.
سګدیانا ټرانس شرکت له ۲۰۱۱ کال را په دېخوا اوسپنې پټلۍ ادارې سره د قرارداد له مخې، د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د مدیریت، عملیاتو، ساتنې او خوندیتوب مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د تفتیش عالي ادارې په ۲۰۱۶ کال کې موندلې چې د دې شرکت دوه، درې کلنې دورې (۲۰۱۱ -۲۰۱۶) له ګونګتیا او له هغو ننګونو سره مخ وې، چې فساد ته یې لاره پیدا کړې ده. پر دې بنسټ له ۲۰۱۶ کال را په دېخوا د افغانستان حکومت غوښتي چې د امکاناتو او تجهیزاتو په مساعدولو او د بشري ځواک ظرفیت په لوړولو سره، دې قرارداد ته د پای ټکی کېږدي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی. دې شرکت سره قرارداد هر کال د پوښتنې وړ تمدید یا نوی شوی دی. د هغې ترڅنګ د میلیونونه ډالرو په ارزښت هغه امکانات چې دې موخې لپاره اخیستل شوي هم له ګټې پرته پاتي او ویل کیږي چې له کاره لوېدلي دي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وایي، چې هغې ته د امکاناتو بشپړېدو او د مالیې وزارت له لوري یې د بودجې نه برابرېدو له امله، تراوسه نه دي توانېدلي چې د سګدیانا ټرانس شرکت قرارداد پای ته ورسوي. د هغوی په وینا، د امکاناتو په بشپړېدو، د دې ادارې کارکوونکو اوس کافي ظرفیت او تیاری لري چې د دې پروژې مسوولیت واخلي. خو د اوسپنې پټلۍ له مخیکنیو کارکوونکو معتبره سرچینې ټینګار کوي چې د دې ادارې کارکوونکو کې کافي ظرفیت نه دی رامنځته شوی. له دې پلوه، د میلیونونه ډالرو په ارزښت امکانات نه شي کولی چې ګټې ځینې واخلي او دا امکانات او بودجه یې د ناوړه ګټنې، غلا او له کاره لوېدو سره مخ دي.
د وړتیا لوړاوی
د سګدیانا ټرانس شرکت قرارداد کې د دې ادارې د کارکوونکو د ښوونې روزنې او ظرفیت لوړاوی هم شامل و، خو د پټو سرچینو په وینا، د قرارداد له دې برخې ناوړه ګټنه شوې ده. دا سرچینې ادعا کوي، هغه وګړي چې د دې قرارداد چوکاټ کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې ازبکستان هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل شوي، د دې ادارې کارکوونکي نه، بلکې د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولینو او د قراردادي شرکت خپلوان ول.
د اوسپنې پټلۍ اداره په دې اړه جزیات نه دي ورکړي، چې د سګدیانا ټرانس شرکت د قراردادونو اډانه کې (۲۰۱۱ – ۲۰۱۸) پورې د دې ادارې څومره شمېر کارکوونکي، له کومو مشخصاتو سره ازبکستان هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره تللي. د دې ادارې ځوابلیک کې راغلي چې له ۲۰۱۸ کال را په دېخوا د کارکوونکو د روزنې او د ظرفیت لوړتیا د سګدیانا ټرانس شرکت له قرارداده حذف شوی دی. د دې ادارې د اطلاعاتو پر بنسټ، ۲۵ هغه کسان چې دمګړۍ د لیسانس په کچه د اوسپنې پټلۍ برخه کې ازبکستان ته تللي، د دې ادارې کارکوونکي نه دي، بلکې دا زده کړیالان د لوړو زده کړو وزارت له لوري لېږل شوي دي.
ځوابلیک کې راغلي: «د ST شرکت کارکوونکي ازبکستاني دي او په دې برنامه کې یې ټاکل شونې نه دي. د زده کړیالانو ټاکنه د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو پر بنسټ ترسره شوې او د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولینو خپلوانو پورې تړلي نه دي.»
د سګدیانا ټرانس ازبکستاني شرکت سره د قرارداد شرایط قسمي دي، چې د دې شرکت د ظرفیت لوړاوی لپاره باید د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي. اوس ویل کیږي چې د دې ادارې کارکوونکي د ظرفیت لوړوالي نشتون له امله نه دي توانېدلي چې اخیستل شوې دستګاوې وکاروي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین ټینګار کوي چې دا اداره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې، د تخلیې او باروونکي دستګاه د اسیا پراختیایي بانک مالي مرستو سره، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ لپاره اخیستي دي، خو تراوسه یې ترې «اعظمي» ګټه نه ده اخیستې. د دې ادارې ځوابلیک یوې برخه کې راغلي چې د افغان – شوروي اسټراس شرکت هم د اوسپنې پټلۍ ادارې د کارکوونکو د پرمختګ او فعالیت مانع شوی دی. د د افغان – شوروي اسټراس شرکت «ممانعت، مخالفت او وظیفوي لاسوهنو» له امله له اخیستل شویو امکاناتو ګټه نه ده اخیستل شوې. دا چې د اسټراس په نوم بل شرکت څه ډول د اوسپنې پټلۍ ادارې د کارکوونکو فعالیت مانع شوی، د دې ادارې مسوولین یې ځواب نه وایي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د اسټراس شرکت د مسوولینو نظر ولرو، خو بریالي نه شو. د اوسپنې پټلۍ ادارې ځینې مخیکني کارکوونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، اطلاعات روز ته وایي، چې د اسټراس شرکت د اوسپنې پټلۍ ادارې سره هېڅ کاري اړیکه نه لري: «اسټراس یوازې پلمه ده. دستګاوې د اتو میلیونو ډالرو په ارزښت پېرل شوي، خو د ظرفیت او د زېربنا نشتون له امله، کلونه کیږي چې ګټه ترې نه ده اخیستل شوې او له کاره لوېدلي دي.»
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین د دستګاوو له کاره لوېدنه ردوي او وایي، له ماشین الاتو په دوامداره توګه ساتنه کیږي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مخکیني ځینې چارواکي ادعا کوي چې دا اداره د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژې د مدیریت، عملیاتو، ساتنې او خوندیتوب لپاره لازمه ظرفیت او زېربنا نه لري، خو په بې ګټې توګه مالي سرچینې د ستګاوو اخیستلو لپاره ځانګړي کوي. په دې پلمه یې ځینې سرچینې حیف او میل او امکانات او تجهیزات یې هم ضایع کوي. په ځلونو د دستګاوو پېرلو لپاره مالي سرچینې ځانګړې شوي، خو دستګاوې په کار لوېدلې نه دي.
د رسمي اطلاعاتو پر بنسټ، د تخلیې او بارولو امکانات چې په ۲۰۱۶ کال اخیستل شوي ول، له کومې ګټې پرته پراته دي، خو تازه په تېر زیږدیز کال کې هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د یو میلیون او ۸۹۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د نا پټلۍ امکانات اخیستي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې اطلاعاتو پر بنسټ، په دې امکاناتو کې نقلیه وسایط، ودانیز او مراقبتي وسایل شامل دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وایي، چې د پټلۍ امکاناتو اخیستلو لړۍ لکه د لېږد لوکوموتیف، د مانوري لوکوموتیف، واګونونه او نور مراقبتي امکانات هم جریان لري او هغې ته یوه کمېټه ځانګړې شوې ده. د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولینو په وینا، د دې امکاناتو په بشپړېدو د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژې د مدیریت، عملیاتو، ساتنې او خوندیتوب مسوولیت یې په خپله په غاړه اخلي.
په ۲۰۱۸ کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې رسمي لیک ښیي، چې دا اداره د لوکوموتیفونو په شمول د ریلي تجهیزاتو اخیستو لپاره له ۱۸ میلیون او ۴۴۷ زره ډېرو امریکایي ډالرو چې یو میلیارد او ۲۶۰ میلیون افغانۍ کیږي، له مالیې وزارته غوښتي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین لیکلي، چې که دا بودجه برابره شي او دستګاوې واخیستل شي، ډاډ ورکوي چې د پروژې د عملیاتو، ساتنې او خوندیتوب او ګټې اخیستنې مسوولیت اخلي او د مسوولیت د لېږد پلان یې هم برابر کړی دی. د زیاتې ډاډینې لپاره، د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو مالیې وزارت ته راپور ورکړی چې د ملي تدارکاتو د لارښوونې پر بنسټ، ټاکل شوې چې د ادارې ۳۵ کارکوونکي د لیسانس په کچه لوړو زده کړو لپاره او ۱۵۰ نور کارکوونکي د نیمه مسلکي لوړو زده کړو لپاره ازبکستان ته لاړ شي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې قراردادي شرکت ته د مسوولیت لېږد په موخه، د توکو پېرلو غوښتنه او ورته د میلیونونه امریکایي ډالرو ځانګړي کول، په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې پیل شوی دی. له هغې وروسته چې د تفتیش عالي ادارې د ۲۰۱۶ کال وروستیو میاشتو کې راپور ورکړی چې د سګدیانا ټرانس شرکت قرارداد د عوایدو ټولولو او … برخو کې ګونګتیا او د فساد تور سره مخ دی، چې که دا تورونه او ګونګتیا له قرارداده لرې نه شي، د قرارداد خواوې به څارنوالۍ ته وروپېژني.
د تفتیش عالي ادارې له راپور وروسته، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۰۱۷ کال د ډېسمبر په ۱۷مه په ۱۲۸ ناسته کې، له سګدیانا ټرانس شرکت سره د اوسپنې پټلۍ ادارې (MOMC) په نوم قرارداد یې تر ارزونې لاندې نیولی دی. پایله کې د ملي تدارکاتو کمېسیون، دا قرارداد په مشروط ډول نوی کړی دی. د ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د دې قرارداد یو کلن تمدید سره هممهاله د اوسپنې پټلۍ اداره باید لاندې شرطونه پلي کړي:
د عوایدو ښکاره برنامه دې ترتیب شي. د تېرو کلونو د عوایدو راټولونه دې د مالیې وزارت له لوري تصدیق شي؛ مالیې وزارت سره په همکارۍ دې بودجوي برنامه برابره شي؛ د ظرفیت لوړونې لپاره دې د ازبکستان لومړۍ درجه پوهنتونونه تشخیص او وټاکل شي؛ له شرکت څخه ادارې ته دې د مسوولیت لېږد واضحه برنامه برابره شي او راتلونکو کلونو لپاره د قرارداد نوي کولو وړاندیز دې له خبرو اترو وروسته ترسره شي.


اوس د اوسپنې پټلۍ ادارې مخکیني ځینې مسوولین وایي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مهمو او عمده شرطونو برخې نه دي عملي شوي او له ۲۰۱۷ کال را په دېخوا قرارداد داسې مهال تمدید شوی چې ګونګتیاوې او د فساد تورونه په کې له منځه نه دي تللي. دا سرچینې وایي چې قرارداد له سګدیانا ټرانس شرکت سره په دې خاطر هر کال نوی کیږي چې د دې پروژې د پټو او ناقانونه عوایدو ټولولو کې دواړه خواوې شریکې دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو د قرارداد تمدید کې د فساد او ګونګتیا تورونو ځواب کې لیکلي، چې د قوانینو پلي کولو، لازمه سمونې راغلي دي. اوس د عوایدو ټولولو برخه کې کومه ګونګتیا نشته او د قرارداد موادو پر بنسټ، عواید راټولیږي. له دې سره سره د قرارداد قیمت هم کم شوی دی. په (۲۰۱۱ – ۲۰۱۴) کې د O&M په نوم د لومړي قرارداد بیه ۳۲ میلیون امریکایي ډالر او د MOMTC په نوم د دویم قرارداد بیه ۱۹ میلیون امریکایي ډالره وه.
د تفتیش عالي ادارې موندنې
اوسپنې پټلۍ ادارې سره د سګدیانا ټرانس شرکت قرارداد له دوه دورو وروسته، د تفتیش عالي ادارې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو میاشتو کې راپور ورکړی چې څنګه د قرارداد دواړه خواوو له قانون، مقرراتو او د قرارداد له توکو په سترګو پټولو سره، په دې پروژه کې د فساد او ګونګتیا زمینه برابره کړې ده. د قوانینو، مقرراتو او د قرارداد توکو نه عملي کیدل، د پروژې څارنې او کنټرول کې د اوسپنې پټلۍ کمزوري کېدو لامل شوی دی. په دې ډول د عوایدو ټولولو او د هغې ورکړه کې وروسته والی راغلی د عایداتي او مالیاتي جریمې یې هم ورکړل شوې نه دي.
د کنټرول او څارنې نشتون
د تفتیش عالي ادارې راپور له مخې، د څارنې او کنټرول په موخه، د دواړو قراردادونو ۲۳مې ماده (۲۰۱۱-۲۰۱۶) صراحت لري چې د تدارکاتو قانون له مخې، د قرارداد اسناد باید په یوې ژبې پښتو یا دري وژباړل شي. د تفتیش عالي ادارې د څارنې یو پلاوي موندلې چې د ټولګټو وزارت چې هغه مهال د قرارداد یو لوری و، د قراردادونو ژباړه براره کړې نه ده. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو او په ځانګړي توګه د ټولګټو وزارت د مالي چارو ریاست مسوولین چې د عواید راټولولو د نظارت او کنټرول مسوولیت یې لاره، د قرارداد توکو او د هغې اسناد په اړه یې کافي خبر نه درلوده. پایله کې هغوی و نه شو کولی چې د سګدیانا ټرانس شرکت د قرارداد د عوایدو او لګښتونو د حساب صحت او ناصحت ثابت کړي.
د ټولګټو وزارت د مالي ریاست ځینې کارکوونکي، د تفتیش پر مهال د څارنې پلاوي غړیو ته ویلي چې هېڅ یو یې روسي ژبې سره بلد نه ول. دا کارکوونکي چې د برنامو د ثبت مسوولیت یې لاره، څرګنده کړې چې ډېر کم یې برنامو کې د ثبت اطلاعات درک او ګټه ځنې اخیستې. په داسې حال کې چې د شرکت له لوري د لېږل شویو برنامو د اطلاعاتو ثبت، د پروژې عوایدو کچه د بارونو لېږد له لارې تثبیتوي. دغه راز د قرارداد توکو خلاف، د ژباړل شویو برنامو د اړتیاوو پر بنسټ، د تفتیش یا څارنې پلاوي موندلې چې برنامو هېڅ پرلپسې یا مسلسل شمېرې نه لرلې. په دې ډول د برنامو پټولو او د هغې د نه ثبتولو زمینه یې برابره کړې ده. له دې وراخوا د تفتیش پلاوي موندلې چې له ازبکستانه افغانستان ته د توکو لېږد انداره کولو کې هېڅ کړنلاره، راپور شوې نه ده او په بارنامه کې یې ثبت نه و.
د قراردادونو نه ژباړې سره سره ټولګټو چارو وزارت د O&M په نوم د اول قرارداد اصلي متن د تفتیش عالي ادارې د څارنې پلاوي ته نه دی ورکړی، بلکې کاپي یې په واک کې ورکړی دی. ټولګټو چارو وزارت هغه مهال د تفتیش یا څار پلاوي ته اطلاع ورکړې وه چې د قرارداد اصلي متن سوزېدلی او نه شي کولی چې هغه وړاندې کړي. د تفتیش پلاوي راپور کې لیکلي چې له دې اړخه نه دي توانېدلي ډاډ ترلاسه کړي چې د قرارداد کاپي لاس خوړلې نه ده او د قرارداد اصل سره یې توپیر نه دی لرلی.



د قرارداد بیو کې ګونګتیا
د سګدیانا ټرانس شرکت د لومړي قرارداد بیه (۲۰۱۱ – ۲۰۱۴) د واحدې سرچینې تدارکاتي لارې، ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر ول. ۲۰۱۴ کال کې د دې قرارداد پای سره، د اوسپنې پټلۍ اداره دا پروژه په داوطلب ډول وړاندې کوي. په پرانیستې توګه د داوطلبۍ دا پروژه بیاځلي ازبکستاني شرکت سګدیانا ټرانس ګټي. د تفتیش عالي ادارې راپور پر بنسټ، د داوطلبۍ له پرانیستې وروسته، د افغانستان حکومت استازو د ازبکستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو سره، چې د سګدیانا ټرانس شرکت کنټرولوي، خبرو اترو ته دننه کیږي. پایله کې د قرارداد بیه له ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو ۱۹ میلیون ډالرو ته راکمیږي.
د تفتیش عالي ادارې راپور ورکړی چې د قرارداد بیه کې ۱۳ میلیون ډالري توپیر د پوښتنې وړ دی. که څه هم د دې ادارې راپور کې راغلي چې داوطلبۍ کې د سګدیانا ټرانس شرکت د ګډون اړوند اسناد یې په واک کې نه دي ورکړي. له دې مخې نه دي توانېدلي چې د داوطلبۍ لړۍ په کره توګه وارزوي.
د تفتیش پلاوي موندلې چې د لومړي درې کلن قرارداد کاري ژمنې او مسوولیتونه، له دویم قرارداد سره یې هېڅ توپیر نه دی لرلی، بلکې یوازې نوم یې توپیر لرلی. له دې مخې په دوو قراردادونو کې د ۱۳ میلیون ډالري توپیر په لومړي قرارداد کې روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي. د تفتیش راپور کې راغلي چې د ټولګټو وزارت فرصت لري، څو له هغې وړاندې چې دا موضوع د زیاتې څېړنې لپاره څارنوالۍ ته ولېږل شي، وضاحت ورکړي چې ولې د قرارداد بیه له دویم قرارداده ۱۳ میلیون ډالره زیاته وه.


د تفتیش عالي ادارې راپور بله برخه کې راغلي چې د اوسپنې پټلۍ اداره په ځينو برخو کې، پر سګدیانا ټرانس شرکت د قرارداد توکو د پلي کېدو توان نه لاره. د بېلګې په ډول، د تفتیش پلاوي موندلې چې د MOMTC دویم قرارداد کې د سګدیانا ټرانس شرکت د قرارداد توکو پر بنسټ هېڅ بانکي اجرایي سند نه دی وړاندې کړی. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین د تفتیش پلاوي غړیو ته په ځواب کې ویلي:
«د مالیې وزارت لارښوونې ته په پام، باید د افغانستان د یو ملي بانک له خوا وړاندې شي، پر دې بنسټ په درې میلیون او ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو د کار د اجرا ضمانت، د ازبکستان له یوه بانک څخه د منلو نه ده. دا موضوع قراردادي شرکت ته وړاندې شوه، خو ویې نه منله. خامخا په نوي قرارداد کې د دریو لومړیو کلونو لپاره د کار اجرا تضمین هم ټایپي تېروتنه لرله او د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د منلو نه ده.»
په داسې حال کې چې د قرارداد سند کې یې صراحت لاره چې د کار اجرا ضمانت او بانکي ضمانت باید د ټولګټو وزارت او د اوسپنې پټلۍ ادارې د منلو وړ وي. همداسې ځينو نور برخو کې هم د تفتیش پلاوي موندنې ښیي چې په څرګنده توګه د قرارداد توکي له داوړو خواوو د ټولګټو وزارت، اوسپنې پټلۍ ادارې او د سګدیانا ټرانس شرکت له خوا پلي شوي نه دي او د عوایدو ټولولو او د هغې د ورکړې د وروستي والي او ګونګتیا لامل شوي دي.
د حیرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ پروژه کې د عوایدو ټولولو لړۍ کې ګونګتیا او د فساد تور په داسې مهال ده چې د افغانستان د مالیې وزارت مسوولینو وروستیو کې ویلي چې ۴۰ تر ۵۰ سلنه د افغانستان دولت عواید په بندرونو او ګمرکونو کې حیف و میل او نه ترلاسه کیږي. د مالیې وزارت چارسمبالي یو ځل د ولسي جرګې غونډه کې ویلي و چې د ګمرکونو له عوایدو له اوو تر اتو میلیون ډالر غلا کیږي.
