کډوال

په خپل کور کې بې کوره؛ ننګرهار کې جګړو ۶ زره کورنۍ له خپلو مېنو بیځایه کړي دي

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه په تیرو درییو میاشتو د جګړو له امله ۶ زره کورنیو خپلې مېنې پریښي او نورو امن سیمو ته کډه شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مرستیال ولي محمد الله یار نن (یک شنبه، ۱۳ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په حصارک، شېرزادو، پچیراګام، اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د جګړو له امله شپږ رزه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.

د ښاغلي الله یار په خبره د درې زره کورنیو سروې یې د یو شمیر موسساتو په همکارۍ ترسره کړې، چې له سروې وروسته له مستحقو دولس سوه کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته ترسره شوې ده.

ولي محمد الله یار زیاته کړه: «د روان ۱۴۰۰ کال له پیله د ننګرهار له حصارک، شیرزادو، پچیراګام، اچین او هسکې ولسوالیو څخه شپږ زره کورنۍ بیځایه شوي او د درې زره هغو سروې شوې چې دولس سوه کورنیو سره یې د خوراکي او همدا شان نغدي مرسته شوې او سروې لا دوام لري.»

د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په حصارک، شیرزادو، پچیراګام، اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د جګړو له امله شپږ رزه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.

د کډوالو چارو ریاست مسوولین ټینګار کوي او وایي، د سروې لړۍ جریان لري او تمه لري چې ټولو هغه کورنیو ته به مرستې وویشي چې مستحق وپيژندل شي.

د ولي محمد الله یار په خبره هڅې یې پیل کړي چې د جګړو له امله د ټولو ولسوالیو بیځایه شویو کورنیو ته مرستې ور ورسوي.

ولي محمد الله یار زیاتوي: «هیڅ کورنۍ به له مرستو نه پاتې کیږي او زمونږ د سروې ټیمونه ګرځي او ټولو هغو سیمو ته ځان رسوي چې له نورو ولسوالیو ورته د جګړو له امله خلک راستانه شوي وي او تمه لرو چې ټولو مستحقو کورنیو ته مرستې ورکول کیږي خو له سروې وروسته.»

په همدې  حال کې د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې یې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات دوام لري.

امنیه قومندان سلطان داود سلطان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې تازه یې د عملیاتو پرمهال د اچین ولسوالۍ باغدرې سیمه له وسله والو طالبانو تصفیه کړې او له یادې سیمې بیځایه شوي وګړي کولای شي خپلو مېنو ته ستانه شي.

امنیه قومندان سلطان داود زیاته کړه: «د عملیاتو پرمهال مو د اچین ولسوالۍ باغدرې سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړې او د ۱۶ پاکستانیانو په ګډونو مو ګڼ شمیر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او له یادې سیمې بې کوره شوي خلک کولای شي په ډاډه زړه خپلو کورونو ته ستانه شي.»

په ورته مهال د جګړو له امله د خپلو مېنو بیځایه شوې کورنۍ وایي، اوسمهال د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې په کرایي کورونو کې اوسیږي او ناچاره کورنۍ خو لا د سرپناه لپاره هېڅ هم نه لري.

شاه ولي د شیرزادو ولسوالۍ څخه د جګړو له امله بیځایه شوی، چې اوسمهال په شیخ مصري سیمه کې په یو کرایه کور کې د کورنۍ له نورو غړو سره د ژوند شپې په ډیرو سختیو کې تیروي.

شاه ولي زیاتوي: «زه د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، کله چې د طالبانو او عسکرو ترمنځ جنګ پیل شو، نو مونږ مجبور شو، چې له خپلو اولادونو سره ډک کورونه پریږدو او نورو ځایونه کډه شو، اوس شیخ مصري ښارګوټي کې په یوه کرایي کور کې اوسیږي، ډیر ناچاره یو له حکومت د مرستو غوښتنه کوو او هم دې زمونږ په ولسوالۍ کې امنیتي پوستې زیاتې کړي چې بیا داسې جګړې ونشي.»

شاه ولي د شیرزادو ولسوالۍ څخه د جګړو له امله بیځایه شوی، چې اوسمهال په شیخ مصري سیمه کې په یو کرایه کور کې د کورنۍ له نورو غړو سره د ژوند شپې په ډیرو سختیو کې تیروي.

د حصارک ولسوالۍ یو اوسیدونکی ایمل خان له حکومت د مرستې غوښتنې تر څنګ د وسله والو طالبانو څخه په نیول شویو سیمو کې د امنیتي پوستو د ځای پر ځای کیدو او د ځایي پاڅون کوونکو پر تجهیز ټینګار کوي.

ایمل خان زیاتوي: «حکومت هم داسې بنیادي کار نه کوي د امنیت په برخه کې حصارک کې یې د څو ورځو لپاره حکومت عملیات وکړي بیا څو ورځې وروسته بیا طالبان او نورې وسله والې ډلې په هغه سیمه حاکمې وي، د ولس غوښته دا ده چې د عملیاتو وروسته دې په سیمه کې امنیتي پوستې ځای پر ځای شي او دا چاره دې دوام ومومي تر څو بیا هغه سیمې نا امنه نشي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې یا اوچا ویلي، چې افغانستان کې د جګړو له امله د روان کال له پیله تراوسه ۵۵ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو بیځایه شوي او اندېښنه یې ښودلې که جګړه دوام وکړي دا شمېر لوړېږي.