کونړ کډوال

د کونړ والي: ولسوالۍ مو ورته خپله پرېښودې؛ ولسي استازي: د نورو ولسوالیو د سقوط وېره شته

خبریال: جان‌اغا صالح

وروسته له هغې چې تیره یکشنبه (۳ د زمري) وسله والو طالبانو د کونړ غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ له افغان ځواکونو ونیولې او د حکومت ګڼ شمیر وسلې، مهمات او نور تجهیزات د وسله والو طالبانو لاسته ورغلل اوس د کونړ ولسي استازي وایي، وېره لري چې د دې ولایت نورې ولسوالۍ به هم د طالبانو په لاس نسکورې شي.

د کونړ ولایتي چارواکي هم مني، چې له مقاومت پرته یادې دواړه ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولي او افغان ځواکونو تاکتیکي شا تګ کړی دی.

د کونړ والي اقبال سعید نن (دوشنبه، ۴ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو کې افغان هوايي ځواک د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

ښاغلی سعید وایي، د یادو بریدونو پرمهال یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو په اړه یې کره مالومات نه لري.

اقبال سعید زیاته کړه: «د کونړ ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو سقوط کړی او د وسله والو طالبانو لاسته لویدلي دي او دا د جګړې یو اصل دی چې مونږ یادې دواړه ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته پریښودې او مونږ تاکتیکي شا تګ وکړ، هلته اوس هم هوایي ځواکونه پر وسله والو طالبانو بریدونه کوي.»

ښاغلی سعید وایي، د یادو بریدونو پرمهال یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو په اړه یې کره مالومات نه لري.

د کونړ د ناړۍ اوغازي‌اباد ولسوالیو له سقوط وروسته د ولسي استازو اندیښنې زیاتې شوي او ویره لري که د کونړ اوسني امنیتي وضعیت کنترول نه شي د دغه ولایت نورې ولسوالۍ به هم د وسله والو طالبانو له خوا سقوط او یادو ولسوالیو په برخلیک به اخته شي.

د ولسي جرګې غړې وګمې ساپۍ نن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د کونړ ولایتي اداره په بې غورۍ تورنه کړه او وایي، د ولایتي ادارې د کمرزوي مدیریت او د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ د حکومت له ولکې وتلي دي.

اغلې ساپۍ زیاته کړه، په یادو ولسوالیو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي او اوسمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

وګمه ساپۍ وایي: «کله چې د کونړ غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ سقوط کوي، نو په دې کې ملامته او پړه په خپله د کونړ ولایتي اداره او مرکزي حکومت دی چې په خپل وخت یې دې ولایت ته پاملرنه ونه کړه او اوس وسله والو طالبانو یې دوه ولسوالۍ نیولي دي، هلته د جګړو له امله ګڼ شمیر خلک له خپلو کورونو هم بېځایه شوي او اوس مهال له ستونزو سره مخ دي چې حکومت ورته تیاری هم نه لري.»

اغلې ساپۍ زیاته کړه، په یادو ولسوالیو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي او اوسمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

وسله والو طالبانو هم تایید کړې چې د کونړ ناړۍ او غازي اباد ولسوالۍ یې له حکومتي ځواکونو نیولي او له افغان ځواکونو یې ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د کونړ له غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو له سقوط وروسته د یادو سیمو څخه زرګونه کورنۍ مرکز اسداباد او نورو امن ځایونو ته کډه شوي او هلته په خیمې کې د ژوند شپې او ورځې په سختیو کې تیروي.

سید ولي د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې اوسمهال په اسداباد کې په یوه خېمه کې له خپلې کورنۍ سره د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي. نوموړي له حکومت د مرستې غوښتنه کوي او وایي، که په وخت بېځایه شویو خلکو ته خوراکي او نور اړینو توکو مرستې ونه رسیږي بشري ناورین به رامنځته شي.

سید ولي زیاته کړه: «مونږ له غازي اباد ولسوالۍ اسداباد ته کډه شوي یو او دلته په خېمه کې ژوند کوو، نه یوازې زمونږ کورنۍ وې، بلکې سلګونه نور خلک هم د کونړ نورو مختلفو ځایونه کډه شوي او دلته په سختیو کې ژوند کوي، له حکومت غوښتنه کوو، چې له مونږ سره دې د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې وکړي.»

سید ولي د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې اوسمهال په اسداباد کې په یوه خېمه کې له خپلې کورنۍ سره د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي.

په ورته مهال د کونړ د کډوالو چارو رییس عبدالرشید ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د جګړو له امله د ې ولایت د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو څخه څخه له تیرې یکشنبې ورځې راهیسې شاوخوا اوه سوه کورنۍ بېځایه شوي دي.

نوموړی وایي، د سروې ټیمونو یې د اړمنو خلکو د سروې لړۍ پیل کړې چې له ګڼ شمیر کورنیو سره یې د خوراکي او نورو توکو اړینې مرستې شوي دي.

عبدالرشید ساپي زیاته کړه: «د تیرې یک شنبې راهیسې د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو څخه شاوا ۷سوه کورنۍ مرکز اسداباد او نورو سیمو ته بېځایه شوي دي، مونږ له زیاتو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته کړې او لا هم بېځایه کیدنه دوام لري خو مونږ یې سروې پیل کړې ده، ترڅو ټولو مستحقو کورنیو ته په خپل وخت مرستې ور ورسیږي او ستونزې یې حل شي.»

غازي اباد او ناړۍ د کونړ یو له مهمو ولسوالیو څخه دي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې سره جوختې پرتې دي.