ننګرهار کې بېکاري

ننګرهار کې بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې ده

خبریال: جان‌اغا صالح

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار په بیلابیلو څلور لارو کې ګڼ شمیر ځوانان کرۍ ورځ د کار په تمه تیروي، خو ډیرو کمو ته یې  کار پیدا او زیاتره یې تش لاس کور ته ستنیږي.

د جلال اباد ښار څلور لارو کې نه یوازې د ننګرهار بلکې د ختیځو ولایتونو لسګونه ځوانان هم هر سهار په دې تمه ولاړ وي، څو ورځنى کار ومومي.

حبیب الله د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، نږدې یوه میاشت کیږي چې ښار ته د مزدورۍ لپاره رځي ډیر کله د کار د نه شتون له امله تش کور ته ستون شوی دی.

حبیب الله زیاتوي: «شاوخوا څلور اونۍ کیږي چې هره ورځ ښار ته د کار لپاره راځم خو هیڅ کار نه وي او له سختو ستونزو سره مخ شوي یو، له حکومت غوښتنه کوو چې مونږ ته دې د کار کولو زمینه برابره کړي، د جلال اباد ښار په هر چوک کې سلګونه مزدوران راځي او کم یې کار پیدا کوي.»

یو شمیر نور بیا وایي، چې د طالبانو په راتګ سره د ټولو خلکو کاروبارونه ټکني شوي او له همدې امله بې روزګاري ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.

په څلورلارو کې ولاړ وزګار ځوانان چې د کار په انتظار ستړي شوي، وایي زیاترو یې نورو هیوادونو ته په قاچاقي ډول د تګ تابیا نیولې او ځینې خو لا دمخه د سر په بیه ځانونه اروپایي او نورو هیوادونو ته رسولي دي.

د جلال اباد ښار څلور لارو کې نه یوازې د ننګرهار بلکې د ختیځو ولایتونو لسګونه ځوانان هم هر سهار په دې تمه ولاړ وي، څو ورځنى کار ومومي.

پنځه ویشت کلن شریف چې د کار په موخه جلال اباد ښار ته راغلی، وایي د کار روزګار د نه شتون له امله زیاتره اړ شوی، چې د کور وسایل په بازار کې په نیمایي بیه وپلوري.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره دې د بیارغونې او نورو برخو کې بنسټیزې پروژې پلې کړي، څو خلک له فقر او بې وزلۍ وژغورل شي.

شریف الله زیاته کړه: «د نوي نظام په راتګ سره د ټولو خلکو کار روزګار خراب شوی او هر سړی په دې لټه کې دی چې څه ډول ځان له هیواده وباسي نو ځکه خو بې روزګاري زیاتیږي او خلک له فقر سره مخ کیږي ، ډیری ځوانان اروپایي هیوادونو ترکیې او نورو هیوادونو ته په قاچاقي ډول تللي او لا روان دي.»

څلویښت کلن قادرخان چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ استوګن اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې وویل، په ټول عمر کې یې فکر نه و، کړی چې دا ډول د بې روزګارۍ ورځې به پرې راځي.

هغه د طالبانو غوښته کوي چې ځوانانو ته دې د دوامداره کار زمينه برابره کړي.

نوموړی اندیښنه لري که حکومت د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره نه کړي، نو ویره شته د هیواد وګړي به له سختې بې وزلۍ سره مخ شي.

قادر خان زیاته کړه: «له طالبانو غوښتنه کوو چې باید خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي ترڅو ټول بې روزګاره خلک وکولای شي خپل روزګار پیدا کړي او ژوند یې ښه شي، زمونږ ویره ډیره ده چې که خلکو ته کار پیدا نشي نو بې وزلي به زیاته شي او دا حالت ورځ تربلې همدې حالت ته تلونکی دی.»

څلویښت کلن قادرخان چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ استوګن اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې وویل، په ټول عمر کې یې فکر نه و، کړی چې دا ډول د بې روزګارۍ ورځې به پرې راځي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین په هیواد او ځانګړي ډول ننګرهار کې د بې روزګارۍ او د فقر د مخنیوي لپاره له حکومت د اوږد مهاله پروژو ترڅنګ د حرفوي زده کړو د مرکزونو د پرانیستل کیدو غوښتنه کوي.

ښاغلي تمکین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له پانګه‌والو هم وغوښتل چې خپلې سرمایي دې د بهرنیو هیوادونو پر ځای په خپل هیواد کې مصرف کړي، تر څو د شته بې روزګارۍ مخنیوی وشي.

تاج محمد تمکین زیاتوي: «که چیرې حکومت او شته افغان سوداګر په هیواد دننه پانګونه وکړي او خلکو ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړي نو په دې سره به تر ډیره خلکو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه حکومت دې مختلفو برخو کې پروژې پلې کړي لکه د زراعت، حرفوي زده کړو او نورو برخو کې چې خلک په مسلکي ډول ورزول شي تر څو فقر او بې روزګاري په ټولنه کې ورکه شي.»

هیواد وال داسې مهال له بې روزګارۍ رنځیږي چې تازه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جینوا په کنفرانس کې ګڼ شمیر هیوادونو له افغانستان سره د یو اشاریه دوه میلیارده ډالرو بشري مرستو اعلان کړی، خو خلک بیا ټینګار کوي چې دغه مرستې دې پر اړمنو خلکو ووېشل شي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې داسې مهال کېږي چې د خوړو د نړیوال سازمان د راپور له مخې، اوسمهال ۹۳ سلنه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.