ګني

ننګرهار کې د ګنیو سږني حاصلات ۶۰ زره ټنو ته لوړ شوي

خبریال: جان‌اغا صالح

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال دې ولایت کې د ګنیو په حاصلاتو کې د تېر په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

د مسوولینو په خبره د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د ګنیو کښت کېږي، چې ډېر یې په کامې، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې دي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، سږنی کال ننګرهار کې پر ۱۳۲۰ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۶۰ زره ټنه حاصل ترلاسه شي، چې دا به د تېر په پرتله د ګنیو د حاصلاتو لوړه کچه وي.

د ښاغلي سبحاني په خبره د شپږو ولسوالیو له ډلې په کامې ولسوالۍ کې په زیاته کچه د ګنیو کښت شوی، چې له ډېرې برخې یې ګوړه جوړېږي او تمه ښایي، چې د حاصل په زیاتوالي به د ګوړې تولید هم لوړ وي.

له دې سربیره، چې له ګنیو ګوړه جوړيږي دغه راز بازار کې د شربت او ګنډیریو لپاره هم پلورېږي.

نوموړی زیاتوي، په ډېرو سیمو کې بزګران له ګنیو سره نورې ترکارۍ هم پر خپلو ځمکو کري، چې له دې درکه هم لوړ حاصل تر لاسه کوي.

سبحاني زیاتوي: «سږکال ننګرهار کې د ګنیو حاصلات به د نورو کلونو په پرتله زیات وي او تمه شته چې تر ۶۰ زره ټنه حاصل به ولري، اوسمهال د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې ګني کرل کیږي، خو ښه حاصل یې په کامه کې ورکړی او همدارنګه نورو ولسوالیو کې یې حاصلات هم ښه دي. د کرنې ریاست هڅه کوي چې دهقانانو سره د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې مرسته وکړي او هم ورته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د مسوولینو په خبره د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د ګنیو کښت کېږي، چې ډېر یې په کامې، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې دي.

نوموړي وویل، کرنې ریاست له کرونده ګرو سره د مشورې، درملو او نورو تخنیکي وسایلو په برخه کې هم مرسته کړې او تر تېر کال یې د «سنیپ» دوه برنامې له لارې په کامې ولسوالۍ کې له ګني د ګوړې جوړولو دوه ماشینونه هم بزګرو ته ورکړل شوي دي.

سبحاني زیاته کړه: «د کرنې ریاسته هڅه کوي چې بزګرانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو وکولای شي له دې لارې بزګرانو ته ګټه ورسیږي او کوښښ کوو، چې د ګنیو تولید زیات کړو.»

د ننګرهار د کامې ګوړه ډېر شهرت لري پخوا یې کارونه سخت خو اوس، چې ټکنالوژي پرمختللې ده د دوی چارې یې هم ور اسانه کړي.

د ګاڼۍ خاوندان وايي، کلونه وړاندې به یې له ګڼي شربت د غوايانو او قولبو په مرسته ویسته، خو اوس ماشینونه لري او ډېر کار يې په لږ وخت کې ترسره کېږي.

ګانۍ کې د ګوړې جوړولو لپاره د شربت ویستلو ماشین او یو لوی تشت لګېدلی، چې تر لاندې د ګنو د بور په وسیله ډېر اور بلېږي او کله، چې شربت ښه ټينګ شي بیا یې ګوړه کوي.

نورالله چې په کامه کې ګانۍ لري وایي، د وطنۍ ګوړې بازار ښه او پیریدونکي زیات دي ځکه خالص ده او نورې کیمیاوي مسالې یا توکي نه ورګډوي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوه ډوله ګوړه جوړوي، یو یې ساده او بل ډول یې سونډينه ده چې بېلابیلې وچې میوې ورسره ګډوي، چې دلته د کاورنې سربیره یې زیاته شمیر خلک خپلو ملګرو ته د ډالیو په توګه هم وړي.

د ننګرهار د کامې ګوړه ډېر شهرت لري پخوا یې کارونه سخت خو اوس، چې ټکنالوژي پرمختللې ده د دوی چارې یې هم ور اسانه کړي.

هغه زیاته کړه، چې په کامه کې د ګاڼیو په موسم کې لسګونه خلکو ته هم د کار زمینه برابره شوې.

نورالله زیاته کړه: «د کامې په هره ګاڼۍ کې ګڼ شمیر کسان ته د کار زمینه برابره شوې او سږکال یې حاصلات تر پخوا هم ښه شوي او د ګاڼۍ په برخه کې اسانتیاوې هم برابرې شوي دي، پخوا به قلبې وې او ګاڼۍ به پرې کیدې خو اوس ماشینونه دي او هر کار یې اسانه شوی دی.»

د ژمي د پيل سره سم، چې ګني حاصل ته ورسيږي نو ګانۍ هم خپل فعالیت پیلوي. د کامې ګاڼۍ خلکو ته د تفریح برابریدو یو بهانه هم جوړه شوې ده.

د شفیع الله په نامه یو تن، چې له کابل څخه د خپلو ملګرو سره د ګوړې د پیر لپاره د کامې ګاڼۍ ته راغلي دي. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د کامې ګوړه خالصه او خوند یې زیاته دی.

هغه وویل، غواړي ګوړې ته وچه میوه ورګډه کړي، چې خپله یې د کارونې سربیره یو نږدې دوست ته د ډالۍ په توګه ورکوي.

شفیع الله زیاتوي: «زه له کابل څخه کامې ګاڼیو ته د چکر لپاره خپلو دوستانو سره راغلی یم او غواړم دلته د فرمایشي ګوړه جوړه کړم. کامه هم د چکر لپاره مناسب ځای دی او هم د خپل وطن اصلي تنده پرې ماتیږي.»

د مالوماتو له مخې افغانستان ته په لویه کچه ګوړه له پاکستان څخه وارديږي. د کرنیزو  چارو پوهانو وایې، که د ګنو کرکیله دود او ترې د ګوړې جوړولو ګاڼې زیاتې شي او حکومت هم په دې برخه کې مرسته وکړي نو پر مت یې لوړ عاید تر لاسه کېدلی شي، چې د کورني اقتصاد په پياوړتیا کې د پام وړ مرسته کوي.