اطلاعات روز: افغان چارواکي وايي چې دولت له خپل مسووليت سره سم د افغانانو په غوښتنه د سولې لپاره د اوربند، طالب زندانيانو د خلاصون، بې قيد و شرطه خبرې او ګڼ نور اقدامات کړي، خو وسله وال طالبان لا هم جګړې غځولو ته پلمې لټوي.
دوی دا خبرې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه د ملي پوځ د شاوخوا ۷۰۰ سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وکړې او ويې ويل چې وسله وال طالبان د سولې په اړه د افغانانو او اسلامي نړۍ غوښتنو ته هېڅ ډول درناوی نلري.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان بريدجنرال ميروس صافی وايي چې د خلکو ټوله تمه امنيتي ځواکونو ته ده او دوی به پوره ژمنتيا د وسله والو طالبانو د ويجاړوونکو فعاليتونو او بريدونو پر وړاندې دريږي.
صافي وويل چې په تېرو څو اونيو کې په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې سلګونه ځوانان د ملي اردو ليکو ته راغلي او ګڼو نورو نومليکنه کړې ده.
نوموړي زياته کړه: «دښمن ډېر زبون او بې غيرته دی، تاسو غازيان يئ، د خپلو ټولو هېوادوالو دعاګانې، مينه او د الله نصرت در سره دی. لکه څنګه چې دښمن زموږ پر خلکو، وطن او تاسو رحم نکوي، همداسې يې تاسو هم وځپئ او مردار يې کړئ.»
د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې وسله وال طالبان لا هم سولې ته ژمن ندي او د پاکستاني استخباراتو په اشاره يې د هغوی په ګټه په جګړه کې ټول اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.
فداي زياته کړه: «مخالفينو ته وايم چې که افغان يې، مسلمان يې، د افغان جنرال تر قوماندې لاندې ښه ښکارې، نه د خارجي جنرال تر قوماندې لاندې؛ دلته راشه او دا ټوپک د خپل ملت، خپل عالم، خپل قومي مشر، خپل کلينيک، خپل مکتب، خپل بند، خپل برق او خپل وطن پرې وساته، نه دا چې په پردي ټوپک خپلې شتمنۍ تخريبوئ.»
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازی، چې د امنيتي حالت ارزونې لپاره ګردېز ته راغلی و، وويل چې وسله والو طالبانو د امتيازاتو اخيستو لپاره جګړه زیاته کړې، خو په خبره يې په ځوابي او يرغليزو بريدونو کې ورته درنه مرګ، ژوبله اوښتې ده.
کټوازی وايي چې وسله والو طالبان به هېڅکله د جګړې له لارې بريالي نشي.
نوموړي زياته کړه چې دولت د سولې او جګړې مديريت، ښې حکومتولي او خدمتونو وړاندې کولو برخو ته پام کوي او هڅه دا ده چې په تېر کې لويې پکتيا ته د کار نه کېدو جبران وشي.
شميم خان وايي: «تاسو د لويې پکتيا په مرکز او قول اردو کې ولاړ يئ، مخونه مو لوڅ دي، د افتخار دريشي مو پر ځان ده، د الله اکبر ناره کوئ، ټول خلک مو عکسونه ګوري او په افتخار وايي چې دا د افغانستان اردو ده، خو ستا په مقابل کې د جنګېدونکي طالب مخ پټ دی، چېرته په غره کې د غله غوندې ولاړ دی، په پاکستان کې د پنجابي لخوا تربيه شوی.»
د ملي اردو يو تن فارغ شوی سرتېری احسان الله وايي کله يې چې د وسله والو طالبانو لخوا د بېګناه خلکو وژلو او ويجاړوونکي بريدونه او فعاليتونو له امله ملي پوځ ته راغلی او په خبره يې د هغوی پر وړاندې به په کلکه مبارزه کوي.
کريم وويل: «نن زه ډېر د خوشالۍ احساس کوم، ډېرې ښې زده کړې يې راکړې، خلکو ته اطمينان ورکوم چې موږ به د وطن او خلکو په ساتنه کې ټول کوشش کوو او دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوو.» دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر ملا عبدالغني برادر په يوه تازه ويډي، کې پاکستان کې طالب جنګيالي په افغانستان کې جګړې ته هڅوي او وايي چې دوی د سولې ټولې خبرې په ياد هېواد کې له همغږي کولو وروسته تعقيبوي.