اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د پوهنتون یو محصل د نامعلوم لوري په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې د دغه محصل د وژل کیدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
خو په پکتیا کې بیا د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه نن (یکشنبه، ۲۲ د لړم) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاد محصل د خپل ملګري له لوري په نا پامۍ کې ډز شوی او روغتون ته په ټپي حالت کې وړل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې قرباني او ښکېل کس دواړه د وردګو ولایت اوسېدونکي دي او په پکتیا پوهنتون کې زده کړې کوي.
خبرپاڼه کې د یاد محصل د مرګ او ژوند په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا پوهنتون ګڼ محصلین د طالبانو غړیتوب لري او د ځان ساتنې لپاره اسحله هم ګرځوي.
