د افغانستان په سویل کې د تېلو او ګازو بیو لوړېدو سره هم مهاله د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې

د سویلي حوزې په بازارونو کې د تېلو د بیو له لوړوالي سره هم‌مهاله د ځینو خوراکي او غیرخوراکي توکو او ترانسپورټي خدماتو بیې هم لوړې شوې دي.

د سویلي حوزې له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په وروستیو کې د تېلو د بیو له لوړېدو سره هم مهاله د ورځني ژوند د اړتیا وړ توکو بیې هم لوړې شوې او د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.

هغوی زیاتوي چې په تېرو څو ورځو کې د توکو په نرخونو کې ناڅاپي بدلولونه راغلي او کله چې یو څوک د خوراکي توکو پېرولو لپاره بازار ته ورشي، تش لاس بېرته کور ته ستنېږي.

سرچینو ویلي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ د ښار دننه ټکسي او د ولایتونو ترمنځ د مسافر وړونکو موټرو کرایې هم لوړې شوې.

د کندهار د بازارونو د چنګاښ د درېیمې او وږي د دویمې نېټې د نرخ‌پاڼو له مخې، په دې موده کې د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۹۰ افغانۍ، د ډیزلو بیه له ۶۲ څخه ۸۴ افغانۍ او د ګازو بیه له ۵۲ څخه ۷۳ افغانۍ لوړه شوې ده.

د دغو نرخ‌پاڼو پر بنسټ، د ۲۰ لېټره غوړیو بیه هم له ۱۹۶۰ څخه ۲۱۴۰ افغانۍ او د ۱۰ لېټره غوړیو بیه له ۹۸۰ څخه ۱۰۷۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

همداراز ویل کېږي چې د یو من بورې او پلمېټ بیې ۱۰ افغانۍ زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ترڅنګ د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو کرایي هم پورته تللې دي.

د خلکو په وینا، په ښار کې د ټکسي کرایه شاوخوا ۱۰ سلنه لوړه شوې او د لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو په کرایه کې د ۵۰ څخه تر ۱۵۰ افغانیو پورې زیاتوالی راغلی دی.

تر اوسه طالبانو په افغانستان کې د تېلو او ګازو او خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

په افغانستان کې د بې روزګارۍ او د عاید پر کمښت سربېره، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو پر افغان کورنیو اقتصادي فشار په داسې حال کې زیات کړی، چې د ژوند لګښتونه ورځ تر بلې لوړېږي، د عاید سرچینې پرې وچې شوې او د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته