د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ بنسټ: طالبانو تر ۲۷۰۰ ډېر کسان په عام محضر کې په دورو وهلي

A Taliban security personnel stands guard as people attend to watch publicly flogging of women and men at a football stadium in Charikar city of Parwan province on December 8, 2022. The Taliban flogged 27 Afghans, including women, in front of a large crowd December 8, a day after publicly executing a convicted murderer for the first time since they returned to power last year. (Photo by AFP) / TO GO WITH 'AFGHANISTAN-TALIBAN-CRIME'

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ بنسټ وايي، طالبانو د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر اپرېل پورې په افغانستان کې ۲ زره او ۷۴۵ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

دغه بنسټ نن (سې‌شنبه، د وږي ۳مه) خپل راپور د «د واک دورې، د کنټرول ننداره؛ د طالبانو د عامه دورو د وهلو مستندول» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.

د دغه بنسټ په وینا، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ او ۲۰۲۶ کال د اپرېل ترمنځ یې د عامه دورو وهلو ۶۳۴ پېښې مستندې کړې دي چې په مجموع کې ۲۷۴۵ کسان پکې شامل دي.

د راپور له مخې، په مستندو شویو پېښو کې ډېری کسان د جنسي یا د طالبانو په اصطلاح د «اخلاقي جرمونو» په تور په دورو وهل شوي دي. په دې مواردو کې اړیکې، جنسي چلند او د ښځو د تګ راتګ اړوند محدودیتونه شامل دي.

دغه بنسټ وايي، د دورو وهل ډېری وخت د خلکو په وړاندې ترسره کېږي چې له امله یې پر قربانیانو سپکاوی، ټولنیز بدنامي او رواني زیانونه لا زیاتېږي.

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ بنسټ ادعا کوي چې د دوی موندنې ښيي، په عام محضر کې دورې وهل د مجازاتو، وېرولو او ټولنیز کنټرول په یوه منظمه وسیله بدل شوي او په ټول افغانستان کې پلي کېږي.

د عادلانه محاکمې د اصولو سرغړونې

په راپور کې د قانوني محاکمې له اصولو څخه د جدي سرغړونو موارد هم مستند شوي دي. په دې کې خپلسري نیول، په زور د اعتراف اخیستل او مدافع وکیل، اسنادو او شاهدانو ته د تورنو کسانو د لاسرسي محدودول شامل دي.

دغه بنسټ وايي چې د عامه دورو وهل د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو، په ځانګړي ډول د شکنجې او ناوړه چلند د منع، د شخصي حریم د حق، د غونډو او ټولنې د ازادۍ او د عادلانه محاکمې له حق سره په ټکر کې دي.

د راپور له مخې، ځینې مستند شوي موارد ښايي د روم اساسنامې له مخې له د بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو سره هم تړاو ولري، چې شکنجه، ځورونه، بندي کول، ظالمانه او غیرانساني چلند او د عادلانه محاکمې له حق څخه محرومول پکې شامل دي.

دغه بنسټ وايي چې راپور یې د خپلو مستندو شویو مواردو او د دورو وهلو د ۲۳ قربانیانو د شخصي شهادتونو پر بنسټ چمتو کړی دی.

د څارنې او حساب ورکونې غوښتنه

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ بنسټ د عام محضر د دورو وهلو د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ له حکومتونو، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او نورو سازمانونو غوښتي چې خپلواکه څارنه پیاوړې کړي، د دې مواردو په اړه څېړنې وکړي، له قربانیانو ملاتړ وکړي او د مسؤلو کسانو د حساب ورکولو لپاره اقدامات وکړي.

طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمنېدو وروسته په عام محضر کې د دورو وهلو احکام بېرته پلي کړي دي. د راپورونو له مخې، دې ډلې لږ تر لږه ۱۲ کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.

که څه هم د طالبانو سترې محکمې په وروستیو میاشتو کې په عام محضر کې د شلاق او اعدام د احکامو په اړه د خبرونو خپرول محدود کړي، خو د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ بنسټ وايي چې د دغو مجازاتو د دوام په اړه لا هم راپورونه خپرېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته