اطلاعات روز: پنجشېر ولايت کې ځایي سرچينې ادعا کوي، چې طالبانو د پريان ولسوالۍ په کوجان کلي کې د ميرزا عبدالغفور يعقوبي د هلکانو لېسه سوځولې ده.
د سرچينو په وينا، طالبان له تېر کال راهيسې په دې ودانۍ کې مېشت و.
يوې سرچينې وويل، چې د ميرزا عبدالغفور يعقوبي لېسه په دوو پوړونو کې د بهرنيو ځواکونو د ولايتي رغنيز ټيم «PRT» له لوري رغول شوی وه او مجهز امکانات يې درلودل.
د سرچينې په وينا، تېره شپه (دوشنبه، ۱۰ د سلواغې) اته بجې په لېسه کې اور ولګېد، خو طالبان يې د مهارولو په لار کې خنډ شول او خلک يې نږدې نه ور پرېښودل.
د سرچينې په وينا، د پنجشېر ولايت له مرکز څخه د اطفايې د رسېدو تر وخته کتابتون، اداره، لابراتوار او د دې مکتب نورې برخې بشپړې سوځيدلې وې.
طالبانو تر اوسه د دې مکتب د سوځېدلو په اړه څه نه دي ويلي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دې ښوونځي کې داسې څه نه و چې اور دې واخلي، طالبانو قصدا سوځولی دی.
درې اونۍ وړاندې د طالبانو د بې احتياطۍ له کبله د فضل احمد معنوي کور هم سوځېدلی و.
همدا اوس هم په پنجشير ولايت کې د ۵۰ ښوونځيو او ديني مدرسو ودانۍ له طالبانو سره دي او د دې ډلې نظاميانو له دې زدکړييزو مرکزونو نظامي اډې جوړي کړې دي.