اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د تېرو دریو ورځو په جريان کې له ايرانه شپږ زره او ۷۰۳ کډوال بیرته راستانه شوي دي.
دې وزارت نن (يکشنبه، ۳۰ د سلواغې) ويلي، چې دغه شمېر کډوال د سلواغې له ۲۷مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د اسلام کلا او ورېښمو د پولو له لارې راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت نه ده څرګنده کړې چې دا افراد شړل شوي او که په خپله خوښه راغلي دي.
افغانستان د طالبانو بیا ځل واکمنیدو راهیسې د کډوالو له يوې څپې سره مخ دی.
د ډیری کډوالو موخه ګاوندي هيوادونه ايران او پاکستان وي.
