د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې مدرسې دننه چاودنې یو زدهکوونکی وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، دغه پېښه نن سهار د لمانځه پر مهال د تګاب ولسوالۍ د نوروزخېلو په سیمه کې د ملا نجیب په مدرسه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې سیمه کې له پخوا راهیسې زاړه چاودېدونکي توکي موجود دي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، یوه زدهکوونکي یو پخوانی چاودېدونکی توکی موندلی و چې د ناپوهۍ له امله یې له ځان سره ساتلی و.
فایز زیاتوي، دغه توکی د لاسوهنې پر مهال چاودلی دی.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، په پېښه کې ټپي شوی زدهکوونکی وروسته په روغتون کې ساه ورکړې او دوه نور ټپیان تر درملنې لاندې دي.
په کاپیسا کې د مدرسې چاودنې درې زدهکوونکو ته مرګژوبله واړوله
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
