جنسن هوانګ بېرته انوېډیا ته ستون شو: ژمنه کوم چې غوره اجرائیوي رییس به وم

جنسن هوانګ د دوشنبې په ورځ د کارکوونکو له تود هرکلي سره د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سانتا کلارا ښار کې د انوېډیا شرکت مرکزي دفتر ته ستون شو.

دا بېرته راستنېدل له هغې پېښې دوه اوونۍ لږ وروسته کېږي، چې د واده له اړیکې بهر د هغه د اړیکو، په ګډون له یوې داسې ښځې سره د اړیکې د افشا کېدو له امله چې پر چین د جاسوسۍ شک پرې کېږي، نوموړي د اجرائیوي رییس له دندې استعفا کړې وه.

۶۳ کلن هوانګ، چې تور کوټ یې اغوستی و، د کارکوونکو په منځ کې راڅرګند شو. کارکوونکو یې په تودو احساساتو هرکلی کاوه او هغه ورته وویل: «دا ځل به تر پخوا غوره اجرائیوي رییس واوسم.»

انوېډیا پرون اعلان وکړ چې جنسن هوانګ یې بېرته د دغه شرکت د اجرائیوي رییس په توګه ټاکلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې «سمه او پرځای» بللې ده.

د جنسن هوانګ له بېرته ټاکل کېدو وروسته د انوېډیا ونډې ۳۱.۵ سلنه لوړې شوې، چې له امله یې په «وال سټریټ» کې هم د ونډو ارزښت لوړ شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، «د هوانګ چټک بېرته راستنېدل د هغه شرکت مدیریت ته، چې څه باندې درې لسیزې مخکې یې په ګډه بنسټ ایښی و، د بېرته راستنېدو یوه حیرانوونکې کیسه ده؛ دا راستنېدل په واشنګټن، بازارونو، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت او جیوپولیټیک کې د هغه نفوذ څرګندوي.»

په لاس انجلس کې د خصوصي پانګونې د «پاتریارک» شرکت مشر اریک شیفر رویټرز ته ویلي: «د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګه‌والو لپاره جنسن تر الویس پریسلي هم لوی دی.»

رویټرز لیکلي چې هوانګ د مصنوعي ځیرکتیا د ودې له مهمو څېرو څخه دی او رول یې د انوېډیا شرکت تر مدیریت ډېر پراخ شوی دی. هغه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له قانون جوړوونکو، سوداګریزو شریکانو، پېرودونکو او عرضه‌کوونکو سره د نږدې اړیکو په جوړولو سره د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د پراخو پانګونو زمینه برابره کړې ده.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د اوراکل شرکت مشر لاري الیسن او ایلان ماسک هم له هغو میلیاردرانو څخه دي چې د انوېډیا ګرافیکي پروسس کوونکو ته د لاسرسي لپاره هوانګ ته اړتیا لري. الیسن په ۲۰۲۴ کال کې ویلي وو چې دی او ماسک د دغو چپونو د ترلاسه کولو لپاره په یوه ډول له جنسن هوانګ څخه «زاري کوي».

رویټرز زیاته کړې چې په اسیا کې له هوانګ سره د یوه موسیقۍ ستوري په څېر هرکلی کېږي. د تایپي او سیول په واټونو کې مینه‌وال یې شاوخوا راټولېږي او ترې غواړي چې پر کتابونو، پوسټرونو او ان د دوی پر بدنونو لاسلیکونه وکړي.

خو د هغه جنجالي بېرته راستنېدو یو ځل بیا د دې پوښتنې په اړه اندېښنې راپورته کړې چې انوېډیا تر کومه حده پر هوانګ متکي ده. همداراز، د دغه شرکت له خوا د مصنوعي ځیرکتیا په هغو نوو شرکتونو کې د میلیاردونو ډالرو پانګونې هم اندېښنې راپارولې دي چې د انوېډیا د چپونو پېرودونکي دي.

د هوانګ استعفا دا پوښتنه راپورته کړې وه چې ایا د مصنوعي ځیرکتیا اکوسیستم او د «کورویو» او «نیبیوس» په څېر شرکتونه د هغه له شتون پرته خپلې ودې ته دوام ورکولی شي که نه. د دغو شرکتونو ونډې د دوشنبې په ورځ په پام وړ کچه لوړې شوې.

د «جي‌جي‌جي» مشورتي شرکت شریک بیل ګنډرسن رویټرز ته ویلي: «لیدل کېږي چې څنګه یو کس د دې صنعت په دومره مهمه څېره بدلېدای شي. هغه له دندې لرې کېږي او هر څه ګډوډېږي؛ خو کله چې بېرته راشي، هر څه بیا ښه کېږي.»

د رویټرز د راپور له مخې، هوانګ د انوېډیا د شاوخوا ۳.۶ سلنه ونډو په لرلو سره د دغه شرکت پنځم لوی ونډه‌وال دی؛ خو د مېټا او سپېس‌ایکس په څېر شرکتونو د بنسټ‌اېښودونکو خلاف، هغه داسې ځانګړې ونډې نه لري چې د اضافي رایې حق ورکړي او په دې توګه پر شرکت اغېزمن کنټرول ولري.

هغه د خپلې مستقیمې مدیریتي تګلارې او د شرکت د ستونزو په حل کې د شخصي لاسوهنې له امله پېژندل کېږي. شاوخوا ۶۰ مدیران په مستقیم ډول هغه ته راپور ورکوي، چې نږدې ټول یې د انجینرۍ په برخو کې، لکه د حافظې چپونه، شبکه، ګرافیکي پروسس کوونکي او مرکزي پروسس کوونکي، کار کوي.

رویټرز لیکلي چې هوانګ د مارچ په میاشت کې په یوه پوډکاسټ کې ویلي وو: «د ډېرو شرکتونو سازماني جوړښتونه یو بل ته ورته دي او دا زما لپاره هېڅ معنا نه لري. د یوه شرکت جوړښت باید د هغه چاپېریال انعکاس وي چې پکې فعالیت کوي.»

نوموړي په هغو نوو شرکتونو کې هم فعال رول لوبولی چې انوېډیا پکې پانګونه کړې ده؛ د بېلګې په توګه، له دغو شرکتونو سره یې د پېرودونکو په موندلو کې مرسته کړې او د پانګه‌والو د راجلبولو په غونډو کې یې ګډون کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د هوانګ نفوذ څرګند شو؛ هغه مهال چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، د انوېډیا د ریاست لپاره د هغه په بېرته ګومارلو کې یې مهم رول درلود او د دغه جنجالي اجرائیوي رییس ملاتړ یې وکړ. ټرمپ وویل: «هغه هېڅ ناسم کار نه دی کړی» او هوانګ یې «یو نابغه» وباله.

د دغه رسنۍ په راپور کې راغلي چې د هوانګ بېرته راستنېدو ډېر کسان حیران کړل او د امریکا د دواړو ګوندونو قانون جوړوونکو د هغه له بیا ګومارنې سره سخت مخالفت وکړ. خو دې پېښې یو ځل بیا دا انګېرنه پیاوړې کړه چې د لویو ټکنالوژیکي شرکتونو ځینې مشران نه‌بدلېدونکي ګڼل کېږي؛ دا هغه څه دي چې د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د حیاتي اهمیت لرونکي شرکت لپاره لوی خطر بلل کېږي.

د بریتانیا د هنلي سوداګرۍ پوهنځي د شرکتي حکومتولۍ او اخلاقو استادې «نادا کاکابادسه» ویلي: «کله چې اجرائیوي رییس دومره لوی شي چې له دندې یې لرې کول ناشوني شي، نو د مدیره پلاوي دنده نور د هغه لرې کول نه وي؛ بلکې باید د هغه واک محدود او کړنې یې وڅاري.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته