د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير: د زابل-نيمروز پر پوله بايد د «ښکیلاک ګرو» توطيې ته متوجې اوسو

انځور: ISNA

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير سيد رسول موسوي د نيمروز پر پوله د طالبانو او ايراني پوله ساتو تر منځ د شخړې په اړه ويلي، چې د زابل-نيمروز پر پوله کوم څه کېږي، د «ښکیلاک ګرو» د توطيې دوام دی.

نوموړي نن (يکشنبه، ۷ د غبرګولي) په يوه ټويټ کې له ايراني او طالب چارواکو غوښتي چې د دې «توطيې» په اړه دې هوښيار وي.

موسوي ليکلي: «د زابل-نيمروز پر پوله چې نن څه تېرېږي د استعمارګرو د توطيې دوام دی، بايد هوښيار واوسو. که ګلډ سميت په ۱۸۷۲ کې د يوې توطيې له مخې سيستان اباد له ننني وضعيت سره مخ کړی وي، اوسني وارثين يې غواړي چې ايران او افغانستان نابود کړي.»

دې ايراني ډيپلوماټ زياته کړې چې د ايران او افغانستان خلک او مخکښان بايد هوښيار وي چې هر ډول شخړه د دواړو هيوادونو په زيان ده.

د طالبانو او ايران تر منځ د اوبو پر سر شخړه په اوج کې ده، په عين حال کې پرون د دواړو اړخونو پوله ساتي په نيمروز کې د څو ساعتونو لپاره سره ښکېل وو.

د ايران خبري اژانسونو خبر ورکړی چې په دې جګړه کې دوه ايراني نظاميان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. طالبانو هم د خپل يوه غړي وژل کېدل منلي دي.

طالبان او ايران يو-بل د جګړې په پېلولو تورنوي.

د طالبانو دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د جګړې تر پېل څو ساعته وروسته وويل، چې ايراني نظاميانو د افغانستان لور ته ډزې وکړې.

طالبانو ويلي چې له ګاونډيانو سره د جګړې کولو پلويان نه دي.

د ايراني پوليسو مرستيال مشر قاسم رضايي طالبان تورن کړي چې «د نړيوالو قوانينو له رعايت او ښه ګاونډيتوب ته له پام پرته يې د زابل په سرحدي سيمه کې پر ساسولي پوسته د هر ډول وسلو ډزې کړې دي».

د ايراني پوليسو مشر احمد رضا رادان ايراني پوله ساتو ته امر کړی چې «له پولو دې په زړورتوب دفاع وکړي او هيچاته دې اجازه نه ورکوي چې پولو ته نږدې شي».

ايراني خبري اژانسونو تېره شپه راپور ورکړ چې د افغانستان او ايران پر پوله وضعيت ارام دی.

د سيستان او بلوچستان مرستيال والي علي رضا مرحمتي ويلي، چې د ايراني او د افغانستان د سرحدي چارواکو تر منځ خبرې شوې دي او دواړو لورو هوکړه کړې چې د جګړې د علت معلومولو لپاره به خبرې-اترې کوي.

د پرونۍ جګړې له کبله د نيمروز سرحدي لار هم تړل شوې ده. د دې سرحدي لارې د وروستي وضعيت په اړه تازه معلومات نه دي تر لاسه شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه