د نيمروز پر پوله نښته؛ لوړپوړی ايرانی قومندان: د افغانستان واکمنو خپله تېروتنه تکرار کړه

اطلاعات روز: د ايران د پوله ساتو ځواکونو د قومندان ځایناستي قاسم رضايي د طالبانو او ايراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ پرونۍ نښتې ته په تازه غبرګون کې ويلي: «د ايران او افغانستان پر ګډه پوله دا څووم ځل دی چې د افغانستان له واکمنو تېروتنه کېږي.»

د ايرنا خبري اژانس په وينا، ښاغلي رضايي د ايران د ځمکنيو ځواکونو له قومندان سره يو ځای نن (يکشنبه، ۷ د غبرګولي) سيستان او بلوچستان ته سفر کړی او ويلي يې دي چې «تېره ورځ د ډزو کولو بې ځايه اقدام وشو» او ايراني پوله ساتو متقابل غبرګون وښود.

د ايرنا له راپور سره سم، د ايران د پوله ساتو ځواکونو ځايناستي قومندان منلې چې په دې جګړه کې يو پوله ساتی ايرانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

دې لوړپوړي ايراني قومندان ټينګار کړی: «غواړم ګاونډيو هيوادونو ته ووايم چې زموږ پولې د دوستۍ پولې دي او بايد ناسمو پېښو اجازه ورنه کړو.»

ده زياته کړې چې اوس مهال د دواړو هيوادونو پر پوله وضعيت «ډېر ارام» دی او را پيدا شوی کړکېچ «پرون فيصله شوی دی».

تسنيم خبري اژانس چې سيستان او بلوچستان ته يې د دې دوو لوړپوړو قومندانانو د سفر راپور خپور کړی، د ايران د ځمکنيو ځواکونو د قومندان امير کيومرث حيدري په وينا يې ليکلي، چې اوس ګډه سرحدي پوله د ايراني ځواکونو په کنټرول کې ده.

د تسنيم خبري اژانس په وينا، د ايران د ځمکنيو ځواکونو قومندان پرونۍ نښتې ته په اشارې ويلي: «تر څو چې [افغانستان] نړيوالو قوانينو ته درناوی کوي، نو متقابل درناوی به يې کېږي او ښه ګاونډيتوب ته پام کوو، مګر که احساس شي چې که مقابل لوری مقررات نه مني، له يوه بل ډول چلند سره به مخ شي.»

د طالبانو او ايران تر منځ شخړه پرون شاوخوا يوه بجه پېل شوه او څو ساعته روانه وه.

يو شمير ځايي سرچينو خبر ورکړی دی چې دواړو لورو په دې نښته کې سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

د طالبانو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو پرون دا نښته ومنله او ويې ويل چې د دې ډلې يو غړی او يو ايرانی پوله ساتی وژل شوي دي.

د دې دواړو وزارتونو وياندويانو ټينګار وکړ چې طالبان د افغانستان له ګاونډيانو سره جګړه نه غواړي او د هر ډول ستونزې د حل لپاره «خبرې-اترې او مذاکره معقوله لار ګڼي».

د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي په يوه خبرپاڼه کې ويلي و: «د جنګ لپاره پلمه لټول او منفي اقدامات د هيڅ اړخ په ګټه نه دي.»

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د دې ډلې ځواکونه څو ځله له ايراني پوله ساتو سره په نښته اوښتي.

پرونۍ جګړه په داسې حال کې پېښه شوه چې د دواړو هيوادونو اړيکې د هلمند سيند د حقابې پر سر ترينګلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه