اطلاعات روز: د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې کلیوالو یو واورین پړانګ د ښکار پرمهال ټپي کړی.
د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې تیره ورځ (جمعه، ۲۹ د کب) د الینګار ولسوالۍ اړوند د «ساوو» درې اوسېدونکو یو نایابه واورین پړانګ ټپي کړی.
د دې ولایت د کرنې رییس جمال خوشحال نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ټپي شوی پړانګ د دغه ریاست د کارکوونکو تر درملنې لاندې دی او په وینا یې چې تر رغېدو وروسته به یې د نسل د بقا په خاطر بېرته ځنګل کې خوشې کړي.
هغه زیاته کړه: «تیره ورځ د الینګار ولسوالۍ کې ځایي خلکو په یوه ځنګله کې د ښکار پرمهال یو پرانګ ټپي کړی اوس تر درملنې لاندې دی.»
له دې وړاندې په کونړ کې هم خلکو د ښکار پرمهال دا ډول حیوانات وژلي وو.