اطلاعات روز: کونړ کې ځینې اوسېدونکی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، پر دې ولایت پاکستان یو ځل بیا توغندیز بریدونه کړي دي.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي یونس همدرد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پاکستاني نظامیانو نن (پنجشنبه، ۵ د وري) له غرمې وروسته د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ «ګلاب پړۍ» سیمه باندې ۷۵ راکیټي بریدونه کړي چې پایله کې یې د یوې کورنۍ پلار ټپي شوی او زوی یې وژل شوی دی.
ځايي امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پر کونړ د پاکستان له خوا د توغندیزو بریدونو لومړۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم په ځلونو دغه هېواد د افغانستان پر خاوره په خپلو توغندیزو بریدونو کې ځایي خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي.