اروپايي ټولنه: افغانستان کې د زده کړو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکوو

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو د همکارۍ له لارې په افغانستان کې د زده‌کړو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکوي.

دې استازولۍ نن (شنبه، ۴ د سلواغې) په یوې خپره کړې اعلامیه ویلي، چې باکیفیته او ټول‌شموله زده‌کړو ته د هر ماشوم د لاسرسي د تضمین په موخه خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کوي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ په افغانستان کې د زده‌کړو په برخه کې خپلو مرستو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې له دې جملې څخه یې ۲۵ میلیونه یورو د یونیسف له لارې د دولتي ښوونځیو د خوندي ساتلو او د مناسب ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو لپاره لګولي، چې پکې د ښوونکو ساتنه، د روغتیايي خدمتونو ښه‌والی او د ښوونیزو سیستمونو ساتنه هم شامل دي.

دې استازولۍ زیاته کړې، چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د افغانستان د ښوونځیو د تغذیې پروګرام ته شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د دې استازولۍ په وینا، چې شپږ میلیونه نورې یورو یې هم په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ته ورکړي، تر څو خوندي، د جنسیت له پلوه برابر او باکیفیته زده‌کړو ته لاسرسی پراخ کړي، چې تمرکز یې له خطر سره مخ ماشومانو دی؛ چې په هغو کې له زده‌کړو پاتې ماشومان، نجونې او معلولیت لرونکي ماشومان شامل دي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ همدارنګه څرګنده کړې، چې دوی په افغانستان کې یونسکو ته ۴.۷ میلیون یورو ورکړي، ترڅو اوه زره ۵۰۰ لویانو او ځوانانو ته د سواد او مسلکي مهارتونو روزنه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ټول افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو محرومې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دې بندیز له ۲.۲ میلیونه څخه ډیرې ځوانې نجونې یوازې د منځنیو زده کړو څخه محرومې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه