اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، چې د دغه په سره رود ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد وایي، تېره ورځ مازدیګر (شنب،۲۶ دچنګاښ) د سره رود ولسوالۍ اړوند «فامیلو» سیمه کې یو موټر سایکل او هینو (باروړونکی) موټر ټکر کړی چې په پایله کې یې دوه تنه مړه شوي دي.
د حماد په وینا، د پېښې قربانیان پلار او زوی وو، چې پر موټرسایکل سپاره وو او له بازار څخه کور ته د ستنېدو پرمهال له یادې پېښې سره مخ شوي دي.
هغه زیاتوي د باروړونکي موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی او د هغه د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي.
د سړکونو خرابوالی، ګړندی تګ، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه د دا ډول پېښې اصلي لاملونه دي.
